د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مارچ ۸ مې په اړه د کابل ښاروال يپغام!


د مارچ اتمه نیټه په ټوله نړۍ کې د ښځو نړيوالۍ ورځ په نوم یادیږي
هرکال له دي ورځي نه د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې د دولتي لوړپور چارواکو او عامو خلګو له لوري په شانداره توګه لمانځنه کیږي.
له څوکلنو راهیسي زمونږ په هیواد کې هم دا ورځ لمانځل کیږي، که څه هم افغان دولت په ټولنه کې د ښځو فعاله ونډي او د دوي د حقوقو څخه د دفاع پخاطر ډیری هلي ځلي کړي او ځانګړی برنامې ورته لری، ولي بیا هم په افغاني سنتي ټولنه کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ډیري برخو کې یې حقوقو ته پاملرنه نه کیږی، د سنګسار او ډول ډول تاوتریخوالي سره مخ کیږی،خو بیا هم یو شمیر فعاله ښځي د سیاست،سوداګري او ټولنیزو برخو کې د ټولني نیمې برخې په توګه خپل نقش لوبولی چې د ستایلو وړ دي.
د کابل ښاروالۍ رهبري پلاوي هم د ښځو ورځ د نړۍ ټولو ښځو، په ځانګړي توګه د هیواد دردمنو ښځو ته مبارکي وایي.
هیله ده د ښځو په وړاندي تاوتریخوالي له منځه لاړ شي، نارینه هم د دواړو خواوو حقوقو په نظر کې نیولو سره، د ښه په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی وکړي، انډول او ټولنیز عدالت ته درنښت وکړی.