د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارګر نړیوالې ورځې په اړه د کابل ښاروالۍ سر پرست پیغام

د غویي میاشتي۱۱ مه نیټه چې د می میاشتي له لومړی نیټي سره برابره ده د کارګر نړیوالي ورځ سره سمون لری، ۱۳۲کاله مخکې په ۱۸۸۶میلادی کال کې د امریکا متحده ایلاتو کې کارګرانو د کاری ساعتونو کموالي او مزد ډیروالي پخاطر لاس په لاریونونو پوري کړ، چې د دي لاریونونو مرکز د "شیکاګو"َ ښار وو. که څه هم د دغو لاریونونو لړۍ د کارګرانو له لارې د نړۍ نورو هیوادونو ته هم وغځیده مګر په شیکاګو ښار کې وروسته له دری ورځو په تاوتریخوالي واوښت او د وخت دولت یی هم په وړاندې سخت غبرګون وښود چې په پایله کې یی یو شمیر کارګران ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول او همدارنګه یو شمیر نور په اعدام او ابد بند محکوم شول. په حقیقت کې دا ورځ د کارګرانو لپاره د حق غوښتلو ورځ وه چې تر شدید کاری فشار لاندې وو، له دي ورځي څخه بغیر له امریکا او کانادا نه د نړۍ په ډیري هیوادونو کې لمانځنه کیږي، د دریمي نړۍ هیوادونو کې له نورو ډیر له دي ورځي لمانځنه کیږي ځکه چې اوس هم په دریمي نړۍ هیوادونو کې د کارګرانو په حقوقو کې انډول،کاری ساعتونو کموالي، بیمه، کاري مصوونیت او نور مسایلو ته پاملرنه نه کیږي.
زمونږ هیواد افغانستان هم له هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږی چې څولسیزو جګړو له خلګو هوسا ژوند اخیستي او بیکاری هم پکې اوج ته رسیدلی،که څه هم حکومتي چارواکو د کارموندنې او فقر له منځه وړلو په برخه کې هڅي کړی ولی دا بسنه نه کوی او اوس هم د بیکاری کچه ډیره لوړه ده.
کابل ښاروالۍ د خدماتي ادارې په توګه د ښار په اوږدو کې د بیلا بیلو برنامو له لارې په سلګونو ځوانان   په خپلو کاری برخو کې  په دندو ګمارلي، کابل ښاروالۍ د کابل ښاریانو لپاره چوپړ ته چمتو ده او هرکله یی تش بستونه د ویبسایټ او یا نورو خپرنیزو وسایلو له لارې خپاره کړی ترڅو کابل ښاریانو او نورو هیوادوالو ته د کار زمینه برابره کړی، همدارنګه د کاری بستونو د ترلاسه کولو او نورو برخو څخه د خبریدو پخاطر لاندې لینک ته ورشي او خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړی.

 ( http://www.acbar.org/jobs/jobbycompany/28698.jsp )