د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د روژي مبارکې میاشتي په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پیغام!

د روژې مبارکې میاشتي د رارسیدو له کبله ټولو هیوادوالو په ځانګړي توګه د پلازمیني اوسیدونکو ته مبارکې وایم، تاسو ته د ښو ورځو، طاعات او عباداتو قبلیدو په هېله.
د روژې مبارکې میاشتي ورځي هغه مبارکي ورځي دی چې د نیکو اعمالو ثواب پکې ډیر او د روژه نیونکو لپاره د خیر دروازې پرانستل کیږي، روژه د خیر،برکت او یووالی میاشت ده په قران الکریم کې له دي میاشتي څخه د خلګو د هدایت کوونکي په توګه یادونه شوی، د روژي میاشتي لومړی لسیزه د رحمت،دوهمه لسیزه یې د مغفرت او آخره لسیزه یې د دوزغ له اور څخه د خلاصون ورځي دي، د دي میاشتی په ستروالي او فضیلت کې ډیر احادیث راغلي صحیح بخاری او مسلیم کې راغلي چې پیغامبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: " کله چې روژه راشي د دوزغ دروازي وتړل شي او د جنت دروازي پرانستل شي او شیطانان په ځنځیرونو وتړل شي" لکه څنګه چې په دي میاشت کې ښه اعمال ډير کیږي نو په همدې خاطر د جنت دروازي پرانستل کیږي او برعکس که د ضعیف ایمانو کسانو څخه ګناه کیږي نو شیطانان په ځنځیررونو تړل شوی وی او نشي کولي لکه د نورو میاشتو په څير خپلو اهدافو ته ورسیږي.
هېله لرم د دي مبارکې میاشتي په رارسیدو سره د جګړو اور په ټول هیواد کې مړ او د اسلامي ادابو په رعایت سره په ټول هیواد کې د افغانانو ترمنځ یووالي ټینګ، دا میاشت د جګړو پاي او د سولې پیل شي چې ټول په خوشالي د اسلام مبارک دین په رڼا کې یوځای ژوند وکړو