د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد کانال د جوړولو چاري دوام لري

23 سرطان 1397

 
د وزیر آباد سترکانال جوړولو چاري چي د دریم پروان څلورلاري څخه ترهوايي ډګرختیځ پوري موقعیت لري او د ۱۳۹۷کال په لومړیو کې پيل شوی وي دوام لري.
دغه کانال د ۷کیلومتره په اوږدوالي د ۵ تر ۱۰ مترو پلن والي او ۳ تر ۴ مترو ژوروالي سره او د کانال دواړو خواوو ته د کانکریټی سرپټو سلب او فلزی کټارو په درلودلو سره د کورنیو او بهرنیو متخصیصینو د فني او مسلکي اړهرخیزو څیړنو وروسته ډیزاین شوی، چي د ۱۰،۱۱،۱۷،۱۵،۴ او ۲ ناحیو د اورښتونو اوبه به لیږدوي چي جوړیدو سره به يي د سړکونو او کورونو د ژر ویجاړیدو څخه مخنیوي وشي او اوبه به نه ډنډ کیږي.
دا په داسي حال کي ده چي کابل ښاروالۍ د اورښتونو موسم د اوبو مدیریت له پاره د ښار په اوږدو کې د ماسترپلان په جوړیدو اخته ده چي د ماسترپلان جوړیدو سره سم به د ډیري کانالونو د جوړیدو چاري پيل شي.