د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ سرپرست د دیارلسمي ناحیې له اوسیدونکو سره ولیدل

3 اسد 1397


کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنیارعبدالله حبیب زي په داسي حال کي چي په ولسي جرګه کي د خلګو استازي ډاکټر جعفر مهدوی، په کابل ولایتي شورا کي د خلګو استازي ښاغلي محمدي، د دیارلسمي ناحیې ریس انجنیرغلام نبي رحیمي او د یاد ي ناحیې مخورو هم ګډون درلود تیره پنجشنبه ورځ د ستونزوحل په ځانګړي توګه د عرفاني سړک د استملاک کولو په اړه چي ډير ژر به یې کارپيل شي او ځینو نورو سیمیزيو ستونزو لکه د اصنافو د فعالیت په اړه په کابل ښاروالۍ کي ولیدل.
په دي لیدنه کي کابل ښاروالۍ سرپرست د یادي ناحیې خلګو د ستونزو اوریدو ترڅنګ د ښاري نظم په راوستلو کي د هري ناحیې اوسیدونکو رول اړین وګاڼه او د ښار ودی او پرمختګ په ځانګړي توګه د ښار متوازني ودي اصل ته په کتو د سړکونو جوړولو او نورو ښاري چوپړونو په اړه معلومات ورکړل، نوموړي زیاته کړه چي د کابل ښاروالۍ د برنامو په پلي کیدو سره به د هری سیمي سیمیزی ستونزي یو بل پسي حل شي، ورپسي ډاکټر مهدوی او د سیمي خلګو خپلي ستونزي کابل ښاروالۍ سرپرست ته ور په ګوته کړي، چي په دي اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست د معرفت ګذر سړک جوړولو او پل خشک سیمي پاتي سړکونو جوړولو په اړه ژمنه وکړه چي په راتلونکي پلان کي به یي شامل کړي چي د تخنیکي اسنادو ترچمتو کیدو او تدارکاتو بشپړیدو وروسته به یې د جوړیدو کارپیل شی
د یادوني وړ ده چي د ګڼ شمیر وړو او سترو سړکونو لکه د ګذر صفا سړکونه، د قلعه سلطان دویمي برخي سړکونه، په دیارلسمي ناحیه کي د جبارخان داشونو دویمي برخي سړکونه، د شهید مزاری  دووه سړکونو د هوارولو چاري چي میرویس میدان سره نښلوی، همدارنګه د دشهید مزاری سړک د جوړیدو چاری چي د کمپنۍ پله سره نښلي په روان کال کي د کابل ښاروالۍ له لوري پيل کیږي.