د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:12 ق-ظ
لمر راختل 6:38 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4 :01 ب-ظ
د ماښام آذان 5:43 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:04 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 74.5368 افغانی
1 یورو 84.9500 افغانی
1 درهم 20.4160 افغانی
1 تومان 0.0066 افغانی
1 کلدار 0.5389 افغانی
1 هندی 1.0614 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نجات مینې په اصلي سړک به ډیرژر قیر واچول شي

21 سنبله 1397


د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د نجات میني اصلي سړک د جوړیدو چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پيل شوې وې د لښتیو او لومړنیو کارونو چارې یې د بشپړیدو په حال کې دي او په نږدي راتلونکي کې به پرې قیر واچول شي.
د یادونې وړ ده، یاد سړک د ۳،۶کیلومتره اوږدوالي او ۳۰ متره پلن والي په درلودلو سره چې د لښتیو، ګلدانونو، د سړک روښانتیا، د وسایطو د تګ راتګ  او د بایسکل ځغلولو لپاره ځانګړو کرښو او د پلو لارو پوښل په تیګو باندې پکې شامل دي چې د ۱۳۹۷کال تر پایه به یې چارې بشپړي او ګټې اخیستنې ته به چمتو شي.