د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د پلانګذارۍ او ښاري پراختیا معین ډاکټر صدرالدین پېژندنه

ډاکټر صدرالدین د غوث الدین زوی په کال ۱۳۵۵ کې د کاپیسا ولایت په کوهستان کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستلي.نوموړي د ایران هیواد د تهران پوهنتون څخه د دوکتورا په کچه د انجینرۍ زده کړې کړي دي .ډاکټر صدرالدین په افغانستان کې د دودیز ژوند دودونو په ایښودو کې ، په کابل ښار کې د استوګنې د محلي ډیزاین جوړوونکي ، د دوامداره پرمختګ د نظریې په اساس په کابل ښار کې د رغونې د طرحې وړاندیز، د تیمور شاه د دورې په تاریخي اسنادو کې د کابل ښار د تاریخچې پلټنه، په افغانستان کې د انجینرۍ او کلتوري چلند تر منځ د اړیکو تحلیل کې خپلې پلټنې کړي دي.

علمي فعالیتونه: د کاتب پوهنتون انجینرۍ پوهنځي رئیس ،د کابل پوهنتون د انجینرۍ او ښاري پلان جوړونې ، ابن سینا پوهنتون او پیام نور پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې په برخه کې د ښاري ډیزاین استاد پاتې شوی دی. 

مدیریتي سوابق :د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي د مهندسي څانګې آمر ، د ښار او کور جوړونې وزارت د څېړنیز مرکز ځانګړی غړی ،  د ښار جوړونې او هستوګنې عمومي مشاور ، د ښاري پراختیا په اړه د ولسمشرۍ  دفتر د دفتر رئیس ، 

مسلکي فعالیتونه : په کور دننه او بهر کې د ساختماني پروژو مدیریت ، د صنعتي کمپلیکسونو ډیزاین کوونکی ، د تهران په سویل کې د سیمرغ هستوګنځای پر ګډون بهر د هستوګنې ښارګوټو طرح او ډیزاین، د تهران په غرب کې د لقمان درمل جوړونې فابریکې طرح او ډیزاین ، د هرات او پل علم ښارونو د ماسټر پلان سرپرستي او دهغوی سره همکاري ، د کاپیسا ولایت د تولید ، تفریح ځایونو او ګرځند ه کمپلیکس ډیزاین او سرپرستي د نوموړي له فعالیتونو څخه دي .

په آخر کې نوموړی د کابل ښاروالۍ د مقام په پیشنهاد د جمهوري ریاست له لورې د کابل ښاروالۍ د پلانګذارۍ او ښاري پراختیا معین په توګه په دنده ګمارل شوی.