د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښار کې د نیالګیو ایښودلو پلان په اړه د چمتووالي غونډه ترسره شوه

7 حوت 1397

د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز په مشرۍ د روان کال د کب میاشتي په ۵مه نیټه په ۲۲ګونو ناحیو کې د نیالګیو ایښودلو پلان په اړه د ترانسپورت معین پوهنیارشیخ احمد متین، د سرسبزي ریاست رییس نجیب الله الکوزي، یو شمیر مرکزي او د ناحیو رییسانو او د هبیتات دفتر د پاک او زرغون ښار برنامي استازو په ګډون غونډه ترسره شوه. په پيل کې کابل ښاروال د شنوسیمو په وده، د نیالګی ایښودلو، ساتنې، له هوا سره مناسب والي، سالمي روزنې او په وخت اوبو ورکولو په اړه خبرې وکړي زیاته یې کړه: د نیالګیو ایښودلو په موسم کې په بیلا بیلو سیموکې لکه د غرو په لمن کې، واټونو، پارکونو او یو شمیر نورو ځایونوکې د مخکنې پلان له مخې د ښار ښکلا او سمسورتیا پخاطر نیالګي ایښودل کیږي. نومړي د نیالګیو ایښودلو په اړه د اړونده برخو د لاډیرو همغږیو ټینګار ترڅنګ نیالګیو ته د اوبو ورکول سیستم په بدلون له ټانکرونو څخه په قطره یې ډول هم سرسبزي ریاست ته سپارښتنه وکړه. ورپسي د کابل ښاروالۍ د ترانسپورت معین د خلګو او ګذر وکیلانو او سرسبزي ریاست ترمنځ همکاري اړینه وبلله. ورپسي د کابل ښاروالۍ د سرسبزي رییس خبري وکړي او د یاد ریاست له پوره چمتووالي او له یو سلو زرو څخه ډیرو مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو ایښودلو یادونه یې وکړه او وی ویل: د ناحیو ریاستونه هغه ځایونه په ګوته کوي چې نیالګي په کې ایښودل کیږي همدارنګه د غونډي ګډونوالو هریو په خپل وار د کابل ښاروالۍ د نیالګیو ایښودلو کمپاین په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندي کړل. په پاي کې کابل ښاروال د نیالګیو ایښودلو په ستر کمپاین چې د کب میاشتي له ۱۵مې نیټې څخه پيل او د حمل میاشتي تر ۱۵نیټي پوري دوام کوي ټینګار وکړ، عامه پوهاوي او نشراتو ریاستونو ته یې سپارښتنه وکړه ترڅو خلګو د نیالګیو ایښودلو ته وهڅوئ.