د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مارچ اتمه د ښځي نړیوالې ورځې په اړه د کابل ښاروال پیغام

د مارچ اتمه نیټه د ښځي نړیوالې ورځې را رسیدو له امله خپل نیک تمنیات او مبارکې د هیواد ټولو ښځینو او په ځانګړي توګه کابل میشتو ښځینو ته وړاندې کوم. ښځي د ټولنې نیمي برخې په توګه د ژوندانه په ټولو برخو کې هر اړخیزه ونډه لري او د ټولنې راتلونکي نسل روزي. د هیواد د تاریخ په اوږدو کې ښځي له ځانګړي احترام څخه برخمني دي او د دیني، ټولنیزو او اخلاقي موازینې له اړخه ځانګړي ځاي لري. ولي له بدمرغه د څو تیرو لسیزو په اوږدو کې جګړي او ناوړي دودونه هغه څه وو چې د ښځو په وړاندې یې تاوتریخ والي رامنځته کړي وه. له نیکمرغه د شاوخوا دوه لسیزو نه را په دیخوا د افغانستان اسلامي جمهوریت هڅه کړي ترڅو ښځو ته په بیلا بیلو برخو کې ونډه ورکړي او خپلي ټولنیزي، اقتصادي او سیاسي کړنې سرته ورسوي. کابل ښاروالۍ د یو ستري خدماتي او ولسي ادارې په توګه د ښځو پرمختیا پخاطرد ملي یووالي حکومت ګټوري پالیسۍ نه په استفادي سره ډیري ښځو ته د رهبرۍ، مدیریتي او خدماتي چارو کې د دندو ترسره کولو زمینه چمتو کړي. زه ویاړم چې د داسي یوي ادارې مشري په غاړه لرم چې تر ۵۰۰څخه زیاتو ښځو ته په کې په بیلا بیلو برخو لکه معینیت، مشاوریت، ریاستونه او د بیلا بیلو ریاستونو معاونیتونو دندې ورسپارل شوي او دوي په ډيره کچه په ښاري مدیریت کې ښکیل شوي. زه یوځل بیا په کابل ښاروالۍ کې د خپل او ټولو نارینو همکارانو په استازیتوب د ټولو اتلو میرمنو د کار ستاینه کوم چې د هیواد په ډیر سخت حالت کې د خپل ورونو تر څنګ د آبادي او پرمختیا لپاره کار کوي او د دوي د کارستاینه کوم.