د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دکابل ښاروالۍ له خوا د نیال کینولو لوې کمپاین پیل شو

19 حوت 1397

 

شنبه د روان۱۳۹۷ کال د کپ میاشتې ۱۸ مه نیټه دیوې غونډې په جوړیدوسره، په هیوادکې دسراسري سولې د ټینګښت په هیله، په داسې حال کې چې یو شمیر مخور،عالمان، سپین ږیري،مشران، د ټولنیزو ادارو استازي، دمدني ټولنې غړي، دکابل ښاروالۍ مرستیالان، د ناحیو او مرکزي ادارو ریسان هم حاضر وو، د کابل ښاروال پوهنیار احمدذکي سرفراز له خوا د بي بي مهرو په غونډۍ کې دنیالګي په کینولو سره،د نیالګیو کینولو کمپاین په رسمي توګه پیل شوو. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، کابل ښاروال دخپلې وینا په ترڅ کې دکابل ښار د زرغونتیا لپاره، دنیال کینولو فصل دښاریانو لپاره یو مناسب فرصت وباله او په راتلونکي کال کې ېې دکابل ښار دښیرازه توب او پاک والي لپاره ، دښاروالۍ په پلانونو باندې رڼا واچوله. کابل ښاروال د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: په کابل ښارکې شته شنې ونې او شنه فضا، دکابل ښاریانو لپاره بسنه نکوي،اړینه ده چې د کابل هر اوسیدونکئ دخپل کور، خپل ملکیت او خپلې هټۍ(دوکان) مخې ته د یوه یوه نیالګي په کینولوسره، خپل مسوولیت او دیني فریضه پرځاې او له کابل ښاروالۍ سره دې یو ځاې شي. همدا راز په دې غونډه کې، دلسمې ناحی دعلماوو دشورا ریس محمد ابراهیم بارکزۍ، دکابل ولایتي شورا غړي احمد علي یزدان پرست او دنهمې ناحیې دګذر وکیلانو دشورا ریس عبدالمجیب صافي هر یوه دنیالګیو کینولو او له هغو څخه دڅارنې اوساتنې په ارزښت باندې په وار سره خبرې وکړې او دکابل ښاروالۍ له لوري ېې د دغه کمپاین او دنیالګیو کینولو دفرهنګ درواجولو په برخه کې خپل ملاتړ اعلان کړ. دیادولو وړ ده چې، په دغه فصل کې کابل ښاروالۍ په پام کې لري تر څو دکابل ښار په بیلابیلو ناحیوکې تر سل زره نیالګي کینوي.