د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په پنځه زونونوکې فرهنګي مرکزونه جوړیږی

3 ثور 1398

د روان کال د وری میاشتی په ۳۱مه نیټه د شنبې په ورځ د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د کابل ښار په پنځه زونونوکې د پنځو فرهنګي مرکزونو جوړولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه. په دي ناسته کې چې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین مرستیال سرڅېړونکې فاضل شریفی، د اصلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي معین پوهاند محمد رسول باوری، د عامه کتابتونونو او کابل ښاروالۍ د کلتوري چوپړونو ریاست رییسانو ګډون کړي وو، د فرهنګي مرکزونو رغولو لپاره د ځمکي تدارک کولو، د جوړولو لپاره یې د بودیجي ځانګړي کولو، او د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د ګډو کاری هوکړه لیکونو چمتو کولو باندې بحث وشو. په دي ناسته کې په لاندې برخو باندې هوکړه ترسره شوه:

• د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي معینیت اړ ده چې د فرهنګي مرکزونو رغولو لپاره د عمان هیواد له مرستو څخه بودیجه تدارک،تثبیت او وڅیړی.

• د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د بودیجي تثبیت څخه وروسته، کابل ښاروالۍ اړ ده چې په پنځه زونونو کې د فرهنګي مرکزونو رغولو لپاره ځمکه تدارک کړی.

• ګډه کمیټه چې د کابل ښاروالۍ کلتوري چوپړونو رییس د عامه کتابتونونو رییس او د دواړو بنسټونو د حقوقي سلاکارانو نه جوړه شوي، اړ دی چې د یوي اونۍ په ترڅ کې د دواړو لورو د همکاریو ګډه مسوده د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو کلتور وزارت چارواکو ته وړاندي کړي.