د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښارکې د کثافاتو د ښه مدیریت په اړه مشورتي ورکشاپ جوړ شو

18 ثور 1398

 

د یک شنبه، د لمریز ۱۳۹۸ کال دغويي(ثور) میاشتې ۱۵ مه، دکابل ښار کثافاتو د دایمي او ښه مدیریت د ستراتیژیک پلان دتدوین په هکله د ترسره شویو څیړنو د پایلو شریکولو په اړه، یو ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې دکابل ښاروالۍ دترانسپورت مرستیال پوهنیارشیخ احمدمتین دخپلې وینا په ترڅ کې وویل: په دې وروستیوکې د کابل ښاروالۍ دتنظیف ریاست، د هبیتات دفتر پورې اړوند( برنامه شهرپاک وسبز) پروګرام په مرسته، دکثافاتو تولید، ټولولو او لیږد په اړه، دکابل ښار کثافاتو د دایمي او ښه مدیریت لپاره د یوه معیاري او ستراتیژیک پلان دتدوین په موخه،هر اړخیزې څیړنې ترسره کړې دي، ځکه خو اړینه وګڼل شوه ترڅو دیاد پلان د تدوین څخه د مخه ترسره شوې څیړنې، د دغه ورکشاپ له لارې له علمي او مسلکي چاپیریال پیژندونکو سره شریکې او په دې اړه د هغوې وړاندیزونه او نظریات هم را ټول کړو.

وروسته کابل والي محمدیعقوب حیدري، دچاپیریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي او د هبیتات دفتر استازي فرناندو داکریز په وار سره خبرې وکړې او کابل ښار دپاک ساتلو په اړه ېې دکابل ښاروالۍ له هلوځلو نه دمننې ویلو ترڅنګ، له اړوندو مسوولینو او کابل ښاریانو څخه وغوښتل چې، د یوه پاک او ښیرازه ښار د درلودلو په موخه، په مسوولیت سره کار وکړي ترڅو په ښارکې د کثافاتو د ستونزو له منځه وړلو ته دحل اړینې لارې چارې په ګوته او عملي شي.

همدا راز په دې ورکشاپ کې دکابل ښاروالۍ دتنظیف رییس او یو شمیر نوروګډون والو، په کابل ښارکې د تولید شویو کثافاتو د دایمي او ښه مدیریت په اړه خپلې طرحې وړاندې کړې. په پام کې ده چې په دې ورکشاپ کې د څیړنو او ارزونو په پایله کې، دکثافاتو ټولولو،لیږد د ښه مدیریت او د ښار په مناسبو ځایونو او له ښارڅخه دباندې د کثافاتو دپروسس کولو په اړه یو مدرن ستراتیژیک پلان جوړ شي.