د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د یو سړک جوړولو چاري پيل شوي

22 ثور 1398

 

نن له غرمې مخکې چې 1398 کال د غویی میاشتي له ۲۱مې نیټي سره سمون لری د څارندوي بلاکونو نه تر سلطان محمود غزنوي واټ پوري د نښلیدونکي سړک جوړیدو چاري چې د څلورمې ناحیې اړوند کیږي د کابل ښاروالۍ د ښاري ودي او پلان جوړونې معین ډاکټر صدرالدین له لوري په داسي حال کې چې د سیمي یو شمیر قومي مشرانو او ګذر وکیلانو هم ګډون درلود د پټي په پریکولو سره پيل شوي. یاد سړک چې ۷۵۹متره اوږدوالي او ۴متره پلن والي لري د لښتیو او کانکریټي اوسپنیز پلونو رغول هم پکې شامل دي چې د هبیتات دفتر(ښار ټولو لپاره)پروګرام له لارې یې مالي لږښت ورکول کیږي او د ۶میاشتو په موده کې به ګټي اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې کابل ښاروالۍ د پلان شویو پروژو پلي کولو ترڅنګ د هغو سیمو رغولو ته هم پاملرنه کوي چې اوسیدونکي يې په وخت د ښاري چوپړونو محصول ورکوی او هغو سیمو کې تشویقي پروژې پلي کوي.