د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ښار څلور لارو بیا رغولو چارې پيل کری دی

د ترانسپورت معینیت په تیرو څو میاشتو کې په ښار کې دترافیکي ګڼي ګوڼي مخنیوي به موخه د ۳۳څلور لارو د څیړني،سروي او ډیزاین چاري بشپړي کړي او دي پایلي ته ورسیدل چې شته ترافیکي ګڼي ګوڼي او ننې اړتیاوو ته په کتو د څلور لارو هندسي بڼي تر ډیره بریده د ترافیکو د تګ راتګ وړ ندي او سمونې ته اړتیا لری. نو په دي اساس د څلور لارو بیا رغولو چارې په نوي بڼې سره د دي ادارې دعملیاتي ټیمونو له خوا پيل شوي او په ښار کې د ګڼي ګوڼي مخنیوي په موخه کابل ښاروالۍ دغه بنسټيزکارونه د شپي له خوا ترسره کوي او یوازي هغو سیمو کې چې ترافیکي ګڼه ګوڼه لږ وي د ورځي له خوا یې ترسره کوي. په پام کې ده چې په نږدي راتلونکي کې د یاد څلور لارو هندسي بڼي بدلون څخه د ځیرکو ترافیکي نښو ایښودل هم د یوي بهرني قراردادي کمپني له لوري د دولت په دولت قرارداد له لارې پيل شي. د یادونې وړ ده چې د دغو ۳۳څلور لارو مالي لګښت شاوخوا ۳۳۰میلونه افغاني کیږي چې د کابل ښاروالۍ داخلي عوایدو له لارې تمویل کیږي. همدارنګه د سرای شمالي،شهید هنګرا او ملک اصغر څلور لارو د بیا رغولو چارې تیرکال بشپړي شوي وي چې هیوادوالو مو په یادو څلور لارو کې د ترافیکي ګڼي ګوڼي کموالي په خپل ویني.