د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له ښځینه کارکوونکو سره لیدنه

20 جوزا 1398

 د کوچني اختر په مناسبت د روان کال د غبرګولی میاشتي په ۱۶مه نیټه ، جلالتمآب رولا (بي‌بي ګل) غني د کابل ښاروالۍ ښځینه کارکوونکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وبللي او له هغوی سره یې لیدنه وکړه. لومړۍ مېرمن شخصاً د ښاروالۍ د کارکونکو هرکلی وکړ او د ښار پاکۍ ، صفایۍ په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې. وروسته بیا کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز، په کابل ښاروالۍ کې ښځو ته د مناسب کار او ډاډمن چاپيریال رامنځته کولو په اړه خبرې وکړي او زیاته یې کړه: ښځینه کارکونکي د نارینو ترڅنګ د ښاریانو چوپړ لپاره نه ستړی کیدونکي هلي ځلي کوی، او د مثبت فکر په لرلو سره نه یواځي د کورنۍ چارې بلکې د ښاري نظم چارې هم پرمخ وړي او له نیکو نظریاتو یې تل د کابل ښاروالۍ رهبرۍ ګټه پورته کوی.  ورپسي د کابل ښاروالۍ د تنظیف رئیس احمد بهزاد غیاثی د ښاروالۍ کارکوونکو او په ځانګړي ډول د ښار په پاکۍ کې د تنظیف ریاست د ښځینه کارکوونکو پر رول هر اړخیزې خبرې وکړې، چې له یوي خوا په لوړ همت د ښار په پاکولو کې ونډه اخلي او له بلي خوا د پاکولو فرهنګ پلي کولو په موخه ټولو ښاریانو ته ښکاره پيغام رسوي چې د ټولني ټول وکړي د ښار په پاکولو کې ونډه واخلي، او د سړکونو همدارنګه پلو لارو په پاک ساتلو کې دی ادارې سره مرسته وکړي. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ ښځینه کارکوونکو په اړه یو لنډ مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شو او همداراز د ملي تیاتر د هنرمندانو له لوري په یوې تمثیلي ټوټه کې د ښار په پاکۍ کې د ښاریانو او کابل ښاروالۍ ترمنځ همکاري تمثیل شوه. د غونډې په پای کې د تنظیف ریاست څو تنو کارکوونکو خبرې وکړې او د لومړۍ مېرمنې له مېلمه پالنې یې مننه وکړه.