د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

پلاستیکي خریطو څخه د ګټي اخیستنې کموالي کمپاین په لاره واچول شو

د ځینو ښاریانو له خوا د پلاستیک کارونه او هر ځاي غورځول د تشویش وړ دي، چې تل یې د چاپيریال ساتنې ښکلا ته زیان اړولي، د سیمیزي روغتیا او چاپیریال ساتني برخې د کابل ښاروالۍ ځینو ناحیو سره په همغږي د چاپيریال ساتنې نړیوالی اونۍ په مناسبت، د پلاستیکي څیزونو ګټي اخیستني کموالي په په موخه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ. کابل ښاروالۍ له درنو ښاریانو غواړي چې د پلاستکي څیزونو کارونه لږ کړي او د خپلو کورونو ترڅنګ د لښتیو ،هټي یو او هستوګني ځایونو کې پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي او د پلاستیک او نورو ناولتیاو غورځولو سره چاپيریال ککړ نکړي. د یادونې وړ ده چې په دي کمپاین کې بیلا بیلو اصنافو او د ناحیو اوسیدونکو ته د پلاستیک کارونې تاوانونو او سالم چاپيریال په اړه عامه پوهاوي وشو، همدارنګه د تکه یې خریطو څخه د ګټي اخیستې دود ودي ورکولو پخاطر ښاریانو ته تکه یې خریطې ورکړل شوي.  همدارنګه د کابل ښاروالۍ تنطیف، سیمیزې روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاستونه له تیرکال نه را په دي خوا، د پلاستیک نه کارونې په اړه بیلا بیلي د عامه پوهاوي برنامې هوټل لرونکو، خبازانو او نورو ښاري اصنافو ته په لاره اچولي، ترڅو چاپيریال نور هم ککړ نشي.