د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري تازه زرغونې شوې څلورلارې

د کابل ښاروالۍ د مطالعاتی او ‌‌‌‌‌‌ډیزاین وروسته، د پریکړې له مخې د نوي ډیزاین لپاره ګڼې څلورلارې تخریب کړي او بیا له سره یې په نوي ډیزاین او ښکلې بڼه جوړوي. له دې کاره هدف دا دی چې څلورلارې ورغول شي، ښکلې او کوچنۍ شي او د ترافیکي اشارو په نصب د ښار ښکلا لا زیاته شي. رغول شوې څلورلارې د سرسبزۍ ریاست له لوري په ګلانو او بوټو ښکلې شوې دي او دغه راز د چوکونو کوچني کیدا او پرې د ترافیکي اشارو نصب ښار کې ګڼه ګوڼه هم کمه کړې ده. په رغول شویو څلورلارو کې سلیم کاروان، تایمني، شهید څلورلارې او ترافیک څلورلاره شامله ده. د کابل شاروالۍ سرسبزۍ ریاست هڅه کوي د ښار نورې څلورلارې هم ورغوي او د تزیین او ښکلا پلان یې تطبیق کړي.