د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړنیو مرستو روزنیزه کورس جوړ شو

نن دوشنبه د کابل ښاروالۍ د بېلا بېلو برخو د کارمندانو لپاره نن د زړه او تنفسي ناروغیو په برخه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې معین ډاکټر مهتاب عالمي لخوا د لومړنیو مرستو روزنیزه دوره پيل شوه.

په دې روزنیز کورس کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې برخې او د افغانستان د قلبي انجمن لخوا د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست، سرسبزۍ او حفظ و مراقبت ریاستونو شاوخوا ۳۰ مدیرانو ته ټریننګ ورکول کېږی تر څو دوی بیا د خپلو اړوندو ریاستونو کارمندانو ته د لومړنیو مرستو په تړاو روزنه ورکړی.

د یادونې ده چې د دغې روزنیزې دورې برخه والو ته به د نظري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې د انسان د پلاستیکي جسدونو، فلم له لارې په قلبي تنفسي برخه کې نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.