د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له تعصب سره د مبارزې سیمینار جوړ شو

24 سرطان 1398

د تعصب د مخنیوي او د میانه روئ او اعتدال د ترویج برخه کې د ځوانانو د رول په اړه د کابل ښار نهمه ناحیه کې سیمینار جوړ شو.
دې سیمینار کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو خدماتو معین سرمحقق محمد فاضل شریفي، د کابل ولایت مقام چارواکو، د علماو شورا استازو، د نړیوالو همکارو بنسټونو او یوناما غړو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
سیمینار ته د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین خپله وینا کې ولسي یووالي، ښاري نظم او ټولنیز خوندیتابه کې د ځوانانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه ځوانان باید د اسلامي لارښوونو او د ورورولۍ د فرهنګ په اساس کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي تر څو یوه ښه او هوسا ټولنې لرلو تر څنګ د ښاروالۍ مهم پروګرامونه او پروژې پر وخت او ښه پلي شي.
د سیمینار نورو ویناوالو هم د ځوانانو په معنوي او مادي ارزښت بیلابیل نظرونه وړاندې کړل.
د یادونې ده چې معاصرو ټولنو کې د ښاري ادابو او اخلاقو ساتنه او ترویج د ځوانانو لپاره خورا مهم بلل کیږي.