د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د ښاري نظم د پولیسو قرارګاه څخه لیدنه وکړه

26 اسد 1398

د چارو د ښه انسجام او سوق په خاطر د کابل ښاروال پوهنیار احمدذکي سرفراز، د ښاروالۍ مالي او اداري معین سیدالرحمن جلال سره په ګډه د کابل ښاروالۍ د ښاري نظم د پولیسو له قرارګاه څخه لیدنه وکړه. کابل ښاروال د پولیسو د دغې قرارګاه د اکمالاتو او تجهیزاتو د پوره کولو په تړاو لازمې لارښوونې وکړې تر څو یاده قطعه د غصب او ناقانونه بلند منزلونو د جوړولو مخه په پوره جدیت سره ونیسي او قانون په ټول یو شان تطبیق کړي.