د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۲۱ ناحیې د قومي مشرانو او سپین ږیرو سره د کابل ښاروال لیدنه

5 سنبله 1398

د کابل ښاروالۍ ښاروال احمد ذکي سرفراز په ملي شورا کې د خلکو نماینده او د کوچیانو د قوم مشر مولوی تره خیل محمدي او د ۲۱ ناحیې سپین ګیرو سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې یې د سناتور جنت ګل خان ښارګوټې چې په ا۲ ناحیه کې موقیت لري دهغې د جوړولو په څرنګوالي خبرې وکړې. او د ۲۱ ناحیې په اړه یې ورته سپارښتنې وکړې په لمړي سر کې د ځایي خلکو د خام سرکونو ، اوبو ویالو ، کثافات دانیو او نورو مشکلاتو په اړه د کابل ښاروال ته وویل. د خلکو د نظرونو له اورېدو وروسته د کابل ښاروال هغوی ته د کابل ښاروالۍ برنامو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل! د خپلو امکاناتو په درلودلو سره به په مختلفو ناحیو کې اساسي پروژې پلي کړي او هغه ناحیې چې کم پام ورته شوی لومړیتوب به ورکړي چې د هغې په تطبیقولو سره به دکابل ښار زیاتره محیطي مشکلات حل شي. همدا شان د کابل ښاروال د سناتور جنت ګل خان ښارګوټي په معیاري جوړولو تاکید وکړ.د د کابل ښاروالۍ او ځایي خلکو تخنیکي او مسلکي څانګې مسولیتونه ، د هبیتات او ښارګوټي د شورا په همکارۍ د سروې ، ثبت او املاک وروسته د اسنادو جوړول ، د ساحو نقشي جوړول او په مربوطه ناحیه کې ښاري زیربنا جوړول خصوصاً د سناتور جنت ګل خان ښارګوټي جوړولو یادونه وکړه هغې د برنامو په تطبیق کې د خلکو ونډه مهمه وبلله او له ځايي او سېدونکو څخه یې د دغې پروژې په تطبیقولو کې د اړونده ادارې سره همکاري وغوښته