د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

راځۍ چې د قانون ماتوونکو سره چې په بې رحمۍ سره یې د ښار ټولې ښکلاګانې حدف ګرځولي قاطعانه مبارزه وکړو.

6 سنبله 1398

په خواشنۍ سره چه یوله  قردادي شرکتونو څخه په خپل سري توګه او دښاروالۍ سره په نه همغږۍ دشپې د تیارې څخه په ګټه اخیستنې  د هوایي میدان او سلطان محمود غزنوي په سرکونو کې امنیتي کمرې نصب کړي او ۲۴ دانې ونې یې قطع کړي.

د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د امنیتي نهادونو په کومک سره د دغه جنایت ترسره کوونکي وپیژني او د اړول شویو زیانونو په مقابل کې یې سخت جرمانه کړي لکه څرنګه چې څه موده وړاندې یو ډرایور چې خپل موټر یې یو ګل دان ته داخل کړی وو او او جرمانه شو تر څو نورو ته د عبرت سبب شي

د کابل ښاریان پوهیږي چې د هغوی خدمتګاران شپه او ورځ په دې لټه کې دي چې شنې ساحې جوړې کړي تر څو د کابل ښارته ښکلا وروبخښي. او که د ښاریانو او کابل ښاروالۍ همکاري د یو بل سره وجود ونه لري نو بدبختانه زمونږ ټولي لاسته راړنې به له منځه لاړې شي او هغه ارزو ګانو ته چې د یو ښکلي او شین ښار په اړه یې لرو ونه رسیږو.

له ټولو ښاریانو څخه هیله لرو چې  د هر هغه جاهلانه عمل او د کابل ښارد ښکلا دشمنانو سره مخ کیږي نو څومره چې ژر کیدای شي د کابل ښاروالۍ مربوطه نهادونو سره په اړیکه کې شۍ او یا هم د ۱۵۵ شمېرې له لارې یې له مونږ سره شریک کړۍ.