د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بارانونو په موسم کې د ځمکې د سطحې د اوبو د مديريت په موخه د ويالو پاکول!

6 سنبله 1398

کابل ښاروالۍ د بارانونو په راتلونکي موسم کې د ځمکې د سطحې د اوبو د مديريت په موخه د روانې اونۍ د شنبې له ورځې ور هاخوا د تنظيف رياست له لوري د زياد شمېر هغو ويالو او لښتيو د پاکولو چارې پيلوي چې له بده مرغه د ښار يو شمېر اوسېدونکو د کثافاتو په غورځولو سره بند شوي دي. په دې سره به د بارانونو په موسم کې د ځمکې د سطحې د اوبو ستونزې حل شوې وي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاروالي همېشه د ښار د ويالو او لښتيو د پاکۍ او نظافت په هڅه کې ده او تمه ده چې د ښار اوسېدونکي د خپلې هوساينې په موخه له تنظيفي کارکوونکو سره همکاري او د ښار په ويالو او لښتيو کې د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي. دا همکاري به د دې جوګه شي چې د تنظيفي کارکوونکو له اوږو څخه د ښار د پاک کارۍ دروند بار يو څه کم او ښاري کلتور به مو په پام کې نيولی وي.