د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ځمکې د سطحې اوبو د مهارولو لپاره د تدابیري ناستې جوړېدل

25 سنبله 1398

د بارانونو موسم د رارسېدو په هرکلي د یکشنبه د ۱۳۹۸ د سنبلې په ۲۴مه د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او تخنیکي مسوولانو په ګډون د موسمي بارانو له امله د ځمکې سطحې د اوبو د مهارولو په اړه تدابیري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کابل ښاروال د اوبو د ویالو او کانالو پر پاکولو پر تمرکز سربېره د موسمي بارانونو له امله اوبو وړو او زیانمنو ساحو او د بارنو په موسمونو د اوبو راپورته کېدو او سیلابونو د سیمو پر پېژندنې یې ټينګار وکړ او همدارنګه د سنجول شوو تدابیري پلانونو په برخه کې یې د هر یوه مسوول وظیفوي مکلفیتونه روښانه کړل او په دې برخه لازمې پرېکړې وشوې.

د یادونې وړ ده چې د ځينو ښاریانو لخوا په ویالو کې د کثافاتو د اچولو له امله د هغو بندېدل تل د کابل ښاروالۍ منابع زیاتې بوختوي، له دې وروسته به کابل ښاروالي دا موضوع په جدي توګه وڅاري او د چاپېریال ساتنې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.