د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په سیمه ییزه کچه د ستراتیژیکو عملیاتي پلانونو جوړولو مشورتي ورکشاپ د ساحې پراختیا ته د لید او دوامدارې پراختیا ارزښتونو سره په سمون کې تر سره شو .

26 سنبله 1398

په ۲۵ د سنبلې ۱۳۹۸ کال د ښاري ډیزاین چوکاټ د روښانه تعریف پر اساس ، د عملي کار پلانونو ، ستراتیژیک جوړښت مشورتي ورکشاپ چې پکې  د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز ، مرستیالانو ، د کابل ښاروالۍ د ناحیو رئیسانو ، د یو ان هبیتات دفتر مسؤلینو ، د ښار د ناحیو انجینرانو شرکت کړی وو د یو ان هبیتات دفتر په همکارۍ په لار اچول شوی وو.

په پیل کې کابل ښاروال په عملي ، تخنیکي او سنجیده او هغه برنامو جوړولو باندې تمرکز وکړ او د ښاري ډیزاین څلور کونجونو په اړه یې کوم چې د ښار پراختیا او ودې لپاره یو څرګند او دوامداره پلان دی خبری وکړی او ویې ویل:

 د دې ښار د خلکو نظریاتو او وړاندیزونو په پام کې نیولو ، په شمول د ښار د یو عام وګړي ، او همدارنګه د ښاري پلان جوړونې شرایط ستراتیژیک پلانونه ترتیب شوي او پر بنسټ یې زمونږ پلان جوړ دی.

ګام په ګام مونږ په اساسي او دوامداره پرمختګ او ښاري ستونزو حل باندې تمرکز کوو .

د کابل ښاروال د دې مشورتي ورکشاپ جوړول په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ پلان جوړول ، د کابل ښار په شاو خوا سیمو او سرکونو کې  دنن ورځې ستونزو او ننګونو د حل لپاره د یوه روښانه پلان جوړول مهم وباله . د متوازن پرمختګ او ښاري پراختیا نورمونو ته

لومړیتوب ورکول ، د کابل ښار د ودې او پراختیا لپاره د معیاري خدماتو چمتو کول په دې توګه د ښار چارواکو او اتباعو مسؤلیت وده کوي او ترڅنګ یې د ساختماني پروژو پلي کول اړین وګڼل.

په تعقیب سره فرناندو داکروس د یو ان هبیتات دفتر مسؤل د کابل ښاروالۍ سره د خپلو دوامدره همکاریو ډاډ ورکړ.

د سرچینو جذب او سرچینو ښه مصرف کولو لپاره د ساحو معیاري کول د عملیاتي او ستراتیژیک جوړښت او د خلکو ستونزو د حلولو لپاره یو کلیدي ګام دی او زیاته یې کړه :

د ستراتیژیک پلان په پلي کېدو سره به د کابل د خلکو ستونزې به د ټولنیز ژوند او اقتصادي ودې په کچه به د پام وړ بدلونونه راولي 

وروسته آنتوني لمبو شهر د ټولو لپاره برنامې مسؤل د هبیتات دفتر څخه د عملیاتي او ستراتیژیک پلانونو چمتو کولو کې د مشورو رول د چارواکو او خلکو لپاره د ارزونې او مسؤلیت اصل وباله وویل: د پروژو تطبیق کوونکو او مالیکنو تر منځ کاري اړیکې رامنځته کولو کې د ورته ورکشاپوتو جوړول ، ستونزې پېژندل اولومړیتوب ورکول د ټولو ښاروالیو او موقعیتونو د دوامداره ودې او سوکالۍ لپاره دکابل ښاروالۍ لخوا ستاینه اوقدرداني کیږي.

د ښار بېلابېلې برخې د هبیتات دفتر سره ګډ پلانوه لري ، مننه یې څرګنده کړه چې د پلانونو ستراتېژیک پلي کېدو سره به د ښار او خلکو لپاره ډېرې چاپېریالي ستونزې حل شي.

د دې یو ورځني ورکشاپ په پای کې برخه اخیستونکو ستونزي په ګوته او د ښار په کچه عملیاتي پلانونو ، اړتیاوو او ستراتیژیک پرمختګ په اړه د چارواکو اوخلکو همغږي روښانه کړه او همدارنګه د دوامداره پرمختګ په برخه کې مهمې پریکړې وشوې.