د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د پلو لارو د پوښولو کار

27 سنبله 1398

کابل ښاروالۍ د ښار د پلو لارو د پوښولو په دوام په روان کال کې د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې په ۲۲ زره متره مربع اوږدوالي د شاه شهید او رحمان مېنې د سړکونو د پلو لارو د پوښلو کار پيل کړ، چې ٪٦٠ كار یې تر سره شوی او ټاکل شوې ده چې د روان کال په اوږدو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. 

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالي د ښار بنسټيزو اړتیاوو ته په پام د پلو لارو شبکو د جوړلو او بیا رغولو کار خپل یو کاري لومړیتوب ګڼي او تمه کېږي، ترڅو ښاریان په ځانګړې ډول هټۍ وال د خپلو مالونو په را ایستلو پلې لارې بندې او تنګې نه کړي؛ ځکه دا د هغو سپين ږيرو، ماشومانو او ښځو لپاره عامه ملکیت دی، چې پلی تګ راتګ کوي دغه راز د خلکو له خوا د پلو لارو بندول یوه ستره ښاري ناقوني هم ګڼل کېږي. له بل پلوه لازمه ده چې ښاریان د ښاري تاسیساتو او پلو لارو په ساتنه او له هغو څخه په ګټه اخیستنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.