د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ساختماني تخلفاتو د مخنیوي په اړه ناسته

31 سنبله 1398

د خپلسرو او بې مجوزه ودانیو د مخنیوي په موخه د شنبه په ورځ د وږې په ۳۰مه د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د پلان او ښاري پراختیا مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک او نورو مسوولانو په ګډون د اغېزمنو او کارنده میکانیزمونو د ټاکنې او بیا کتلو په اړه ناسته وشوه. 

په دې ناسته کې د کابل ښاروال د ښاري تخلفاتو د قانون د بندونو پر جدیت او کړنلارو پر ترتیب سربېره په کابل ښار کې د غیر معیاري او غیر قانوني ودانیو د جوړولو په برخه کې د خپلسریو پر څرنګوالي او د هر یوه مسول د وظیفوي مکلفیتونو پر پېژندې تمرکز وکړ او ټینګار یې وکړ چې د خلکو لخوا هېڅ ډول ساختماني خپلسري او د اړوندو برخو وظیفوي فساد د زغم وړ نه دی او ژر تر ژره به تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي. 

کابل ښاروال اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د تخلفاتو شمېرې مشخصې او راپور یې د دې ادارې مشرتابه ته ورکړي، ترڅو ژر تر ژره په جدي توګه رسېدنه ورته وشي. 

په پای کې د کابل ښاروال هیله وکړه چې د ساختماني خپلسرۍ د مخنیوي په برخه کې ښاریان هم باید له موږ سره مرسته وکړي.