د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د معلوماتو او روزنې ورکشاپ د همغږۍ د پراختیا او پرمختګ تر سرلیک لاندې تنظیم شو

31 سنبله 1398

د کابل ښاروالۍ په مرکزي او ۲۲ ناحیو کې د بیلابلو مسلکي او اداري ریاستونو تر مینځ د همغږۍ پراختیا او پرمختیا لپاره د راپور تحلیل او روزنیز ورکشاپ د شنبه په ورځ ، د روان کال د سنبلې په ۳۰مه نیټه د پلان جوړونې او پالیسۍ ریایت لخوا تر سره شو.

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلي شفیق الله روغمل د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د راپورونو په دقیق، کیمیت او کیفیت له مخې چمتو کولو کې ګټور وبلل او زیاته یې کړه!

د کارونو او فعالیتونو په څرنګوالي او راپور ورکول کې باید دغه اداره د معیارونو او حقایقو پر اساس ولاړه وي . په هره څانګه کې د چارواکو ترمینځ د همکارۍ روحیې پیاوړي کول او دهمغږۍ اصولو په اړه راپور ورکول اړین دي . نو ځکه د ورته ورکشاپونو جوړول به په ساحه کې چارواکو سره مرسته وکړي چې د کار پروسه یو ځای او ګړندۍ کړي . 

ښاغلي روغمل زیاته کړه چې په دې اړه د کابل ښاروالۍ د ۱۳۹۸ کال د فعالیتونو د راپورونو د چمتوو کولو په حال کې ده او په ضمن کې د ۱۳۹۹ کال پلانونه هم ترتیبوي .

طمعه کیږي چي پلانونه د واقعتونو پر بناء جوړ شي او آینده پلانونه د ضرورتونو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شي تر څو د پاکو ، ښه او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ځواب ویونکي اوسي.

د دې ورکشاپ ګډون کوونکو خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل تر څو د راپور ورکولو څرنګوالی بډایه کړي.