د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ لخوا د ښاري ژوند په تړاو پرانیستی بحث جوړ شو

2 میزان 1398

دا بحث د کابل ښاروالۍ د ملاتړې پروژې لخوا د ښوونې او روزنې پوهنتون په اډیټوریم کې جوړ شوی و چې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو معین سرمحقق محمد فاضل شریفي، د شهید برهان الدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو، د مدني ټولنو او رسنیو استازو په کې برخه اخیستې وه.

د دې بحث په پرانیستې وینا کې د کابل ښاروالۍ مرستیال وویل، دا پروګرام د مسوولیت منلو، همکارۍ، او د ښاري ودې او پراختیا په چارو کې د ښاریانو د رول او نقش د پیاوړي کولو په هدف جوړ شوی دی.

نوموړي وویل، لازمه ده چې مسوولان د خلکو د نظرونو او معقولو غوښتنو په پام کې نیولو سره د هغوی خدمت وکړي او د ښاري ټولنې تر څنګ د پوهانو نظرونه خپلو پلانونو کې ځای پر ځای کړي.

په اخره کې د بحث د پنل ګډونوالو د موضوع اړوند څرګندونې او ویناوې وکړې، چې وروسته ترې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ پیل شوه.

په دې لړۍ کې د استادانو او محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او په پای کې یې ټول نظریات او وړاندیزونه د ښاري فرهنګ د ودې لپاره ترلاسه کړل.