د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لېوني سپي ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

4 میزان 1398

د پنجشنبه په ورځ د تله په ۴ په کابل ژوبڼ کې په یوه محفل کې د لېوني سپي ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ولمانځل شوه. 

په دغه محفل کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او ښاري خدمتونو مرستیال ډاکټر مهاب عالمي، د کرنې او عامې روغتیا وزرات مسولانو، د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځي استادانو او مهیو انیمل هوم دفتر، چې د کابل ښار د هرځايي سپيو په اړه له کابل ښاروالۍ سره همکاري لري، ګډون کړی و او د لېوني سپي له داړلو څخه د ښاریانو د خوندیتوب په خاطر یې د لېوني سپي ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت او ارزښت بحث او خبرې وکړې. 

په دغه محفل کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د هرځايي سپيو د مدیریت د کار د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل، چې په دریو وروستیو میاشتو کې د سپيو د شنډولو د مرکز له جوړېو راهیسې د لېوني سپي ناروغۍ د واکسینو پر تطبیق سربېره یې تر اوسه په ښار ۱۲۰۰ هرځايي سپۍ شنډې کړې دي