د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال د ۲۲ ناحیو انتقالي شوراګانو له وکیلانو سره ولیدل

8 میزان 1398

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز تیره پنجشنبه  په ۴ د میزان د ښار ټولو ناحیو رئیسانو او وکیلانو سره د مالي او اداري مرستیال سېد الرحمن جلال او د کابل ښاروالۍ ټولنیزو او فرهنګي خدماتو مرستیال محمد فاضل شریفي په ملتیا د پلانونو ترتیب او نویو پروژو د تنظیم لپاره غونډه جوړه کړه 

د کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د برنامو په اړه وضاحت ورکړ او ویۍ ویل:

مونږ په لږو پرمختللیو ناحیو باندې تمرکز کوو او زمونږ د ښار په کچه سیمو کې د متوازن پراختیا اصل سره سم او خپلو امکاناتو په درلودلو سره مونږ به ډېرې زیربینایي پروژې پلي کړو چې ډېرې چاپېریالي ستونزې به حل کړي.

د کابل ښاروال  د هغه سرکونو یادونه وکړه چې د هغو پخول او کانکریټ اچول لومړیتوب لري د ژمي له رارسېدو مخکې باید د هغې کار بشپړ شي . 

د ناحیو له وکیلانو یې نظر پوښتنه وکړه او په مختلفو ساحو کې یې د پروژو په پلي کولو کې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه .

په آخر کې د کابل ښاروال اړونده څانګو ته لارښوونه وکړه تر څو د ناحیو له وکیلانو سره په ګډه د هرې ناحیې ستونزو ته لومړیتوب ورکړي او د دې ادارې په برنامو کې نوې پروژې شاملې کړي.