د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سپاهي ګمنام چوک د شاوخوا ښاري بې نظمیو د له منځه وړلو نظارت

18 میزان 1398

پرون د روان کال د میزان په ۱۶مه د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال د سپاهي ګمنام چوک د شاوخوا ښاري بې نظمیو د له منځه وړلو د مراقبت په یوه نظارت کې د دغو ساحو د ښکلي کولو پر عملي کارونو ټينګار وکړ. نوموړي په دې هکله وویل: کابل ښاروالي د ښار د ښکلا، ښاري نظم او د هټۍ والو او کراچۍ چلوونکو د فعالیت د خوندیتوب او همدارنګه ښاریاتو ته د اسانتیاوو په تېره بیا د تګ و راتګ په برخه کې په دغه ساحه کې ګڼ پروګرامونه لري، چې یو په بل پسې به پلي او عملي شي.  ده زیاته کړه چې یو شمېر هټۍ وال ښاري ارزښتونو او قوانینو ته پام نه کوي او تل یې ښاري نظم ته زیان رسولی، پلې لارې یې بندې کړې دي، چې خورا ستره ښاري سرغړونه بلل کېږي. له دې امله مو د یوه عملیاتي نظارت په ترڅ کې د نظم د رامنځته کولو اقدام کړی او په نني نظارت کې لارښونه وشوه، ترڅو مسوولان د ښاري معیارونو او مقرراتو مطابق د سنجوول شوو پروګرامونو او پلانونو په عملي کولو کې هڅه وکړي.