د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نیویارک ایالت د پوهنتون له رئیس سره ولیدل!

20 میزان 1398

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د خپل یو رسمي سفر پر مهال د نیویارک ایالت پوهنتون رئیس ښاغلي Satish K Tripatli او د پوهنتون ښاري پلان جوړونې رئیس ښاغلي Bob Shible سره په یوه لیدنه کې د بفلو ښار په اقتصادي وده کې د پوهنتون رول او هم د ستونزو د حل لپاره د بفلو پوهنتون او د کابل پوهنتون او د کابل پوهنتون ښاري پراختیا ریاست ترمینځ اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې وکړې . د کابل ښاروال په کابل ښار کې د پلان جوړونې مؤثره پروسي باندې تمرکز وکړو او له هغوی یې وغوښتل چې د کابل ښاروالۍ لپاره د مشورتي بورډ جوړولو لپاره په ګډه کار وکړي او د نیویارک اکاډمیک انسټیټیوټ څخه مؤثره او بریالۍ ستراتیژي او نظریات او ساینسي تجربې شریکې کړي په پایله کې د پوهنتون رئیس د بریالیو تجربو تبادلې او د ساینسي او خدماتي نهادونو تر مینځ د شراکت رامینځته کول یوه اړتیا وبلله او ژمنه یې وکړه چې مسلکي تجربې تبادله او ساینسي اړيکې رامنځته کړي چې د نیویارک پوهنتون به د کابل پوهنتون سره په همغږۍ د ښاري پلانونو په پلان کولو او پلي کولو کې د مشورتي بورډ په جوړولو د کابل ښار مجازي فضاء څخه په استفادې سره به په مختلفو مراحلو کې همکاري وکړي.