د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د مرکزي سړکونو د خطونو جوړېدل پيل شول

21 میزان 1398

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ۴۰ کیلومتره مرکزي سړکونو د خطونو جوړولو کار د پنجشنبه په ورځ د روان کال د تلې په ۱۸مه پيل کړ او د هوا د مناسبوالي په صورت کې به تر راتلونکو دریو میاشتو بشپړ شي. په دې پروژه کې د ښار ۲۰ سړکونه شامل دي، چې لومړیتوب ته په کتو لومړی له دارلامان سړکه پيل کېږي او د ښار نورو سړکونو ته دوام پيدا کوي. په دې پروژه کې د خط جوړولو له اتومات ماشینونو ګټه اخیستل کېږي او د خط اچولو ټوله پروسه د موادوو له چمتو کولو څخه پر سړک د هغوی تر تطبیق پورې د دغه ماشین په وسیله په بشپړ دقت ترسره کېږي. د سړکونو په خطونو جوړولو کې تړلي او جدا خطونه او ترافیکي نښې شاملې دي. له ګرانو ښاریانو په صمیمت غوښتنه کېږي چې پر خطونو له موټر چلولو جدي ډډه وکړي او د ټولګټو تاسیساتو په ساتنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي؛ ځکه د سړکونو خطونه د ترافیکي جریانونو په نظم ډېر مهم توک او په ښار کې د ترافیکو د مدیریت لپاره خورا ښه مرستندوی دی.