د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د تشکیلاتي جوړښت د اصلاح کولو په اړه ناسته!

28 میزان 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د تېرې پنجشنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رییس احمد نادر نادري سره د کابل ښاروالۍ د سازماني جوړښت پر اصلاح ټینګار وکړ. په دې ناسته کې دواړو اړخونو د اصلاحاتو لکه د کاري کیفیت لوړوالي، تخصصي کېدو، نااړینې بیروکراسۍ پر کمښت او د بشري سرچینو د ظرفیت پرلوړوالي بحث وکړ، چې د کابل ښاروالۍ سازماني جوړښت باید د دغه بنسټ د اساسي دندو او د کابل ښار د ښاري پراختیا د لیدلوري په ځانګړې توګه ښاریانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو پر بنسټ وي. د یادونې وړ ده چې کمیسیون او کابل ښاروالۍ تر یوې کچې د دغه بنسټ پر تشکیل کار کړی، خو له اصلي دندو او د کابل ښار له ښاري پراختیا سره د کابل ښاروالۍ د سمون پر طرحه کار روان دی، چې ژر به نهايي شي او ټاکل شوې ده چې په لومړي قدم کې د کابل ښاروالۍ ۳ او ۴ام بستونه اصلاح شي.