د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په فارمونو کې د سل زره نیالګیو او ګلونو د تولید او روزنې کار روان دی

28 عقرب 1398

 

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ښار د ښکلا، زرغونتیا او د نیالگیو اېښودو موسم ته د چمتووالي په موخه په پغمان کې کابو د ۱۰۰ زره نیالګيو او ګلبوټو د روزنې کار پيل کړی دی. په دغو نیالګیو کې بېلابېل نیالګي لکه سروه، لمنځه، ناجو، مورپان، چنار، شینګ، دیواربید او ډول ډول ګلان شامل دي، چې په معیاری او عصري توګه په شنو خونو کې تولیدېږي. د پسرلي موسم په رارسیدو به دغه نیالګي او ګلان د کابل په ټولو ناحیو کې د سمسورتیا او ښکلا په موخه په ګلدانونو، پارکونو، غونډیو او شنو ساحو کې وکرل شي.