د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میوند واټ مسیر د ګرځنده پلورنکو د فعالیت تنظیم پيل شو

30 عقرب 1398

کابل ښاروالۍ تېره ورځ د ترافیکې ګڼې ګوڼې د کمښت او ښار د ښکلي کولو پروګرام د تطبیق په موخه د ګرځنده پلورونکو او کراچیو د فعالیت د تنظیم کار د میوند واټ له یوې خوا تر پامیر سینما پورې د اړوندو برخو له لوري د کورنیو چارو وزرات په همکارۍ پيل کړ، چې په پایله کې د دې ساحې د سړک غاړه او پلې لار له ناقانونه کراچیو، ګرځنده پلورونکو، غرفو او کپو څخه، چې د ښارۍ بې نظمۍ لامل شوې وه پاکه شوه او د دوی د ځينو فعالیت په یوه ردیف کې تنظیم شو. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین مرستیال سرڅېړونکی محمد فاضل شریفي چې د دغه کار څارنه یې کوله، په خپلو خبرو کې وویل چې له دې وروسته دا ساحې جدي څارل کېږي، ترڅو د ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښار ښکلا په موخه د دغه بنسټ پروګرامونه عملي شي. کابل ښاروالۍ د ګرځنده پلورونکو او کراچیو د فعالیت د دوام لپاره بدیلې ساحې په هغو ځایونو کې په پام کې نیولې دي، چې د ښاري بې نظمۍ لامل نه شي او ګڼ نور پروګرامونه لري چې د ګرځنده پلورونکو له لوري د هغو په پام کې نیولو سره به ښاري نظم او اسانتیاوې را منځته شي.