د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:32 ق-ظ
لمر راختل 5:54 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:25 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:45 ب-ظ
د ماښام آذان 5:30 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:50 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 78.2762 افغانی
1 یورو 86.2654 افغانی
1 درهم 21.2653 افغانی
1 تومان 0.0073 افغانی
1 کلدار 0.5020 افغانی
1 هندی 1.1140 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال ژوند او هلې ځلې

 

د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز په ۱۳۶۴ کال د کابل یوه روشنفکره کورنۍ کې سترګې وغړولې. لومړنۍ زده کړې یې د شاه شهید ښوونځي کې وکړې او بیا د کورنیو جګړو له کبله لوګر ته کډه شول، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې هملته د لوګر بره کي راجان کې په اعلی درجه پای ته ورسولې. نوموړی په ۱۳۸۲ کال د کابل انجینرۍ پوهنځي ته شامل شو او په ۱۳۸۶ کال له دغه پوهنځي څخه په اعلی درجه راووت. څرنګه چې ښاغلی سرفراز له پوهنتونه د کادر په درجه فارغ شوی او د نېک شهرت خاوند و نو د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د استادانو په بلنه هملته استاد مقرر شو او له ۱۳۸۷ کال څخه یې تر ۱۳۹۴ کال پورې یې د استادۍ مقدسه دنده مخته یوړه. احمد ذکي سرفراز خپله ماستري د فولبرایټ بورسیو له لارې د نیویارک پوهنتون څخه د ښاري اقتصادي ودې په برخه کې اخیستې او له کورنیو نړیوالو ادارو سره د کار ۱۰ کاله تجربه لري. 

د کابل اوسني ښاروال، له ماسترۍ وروسته له ۲۰۱۵ کال نه تر ۲۰۱۹ پورې د ښارجوړونې وزارت کې د تخنیکي او ښاري پلان برخه کې د سلاکارۍ، د ښاري ظرفیت د ودې او تحقیقاتو د مرکز رئیس، د ښار جوړونې ریاست سرپرستي او د ښاري پراختیا برخه کې د ولسمشر غني سلاکارۍ دنده هم مخته وړې ده. په دغو ذکر شویو دندو کې ښاغلي سرفراز د خپلو نوښتونو او لاسته راوړنو له کبله ځينې لوی خدمتونه کړي دي چې په لاندې ډول یې یادونه لازمه ده:  

۱- د کابل ښار لپاره د پنځم پلان طرحه او مدیریت، دغه پلان د ولسمشر لخوا د ښاري پراختیا عالي شورا په څلورمه غونډه کې تایید شوې وه. 

 ۲- د پل علم، خوست، هرات ا کندهار لپاره د نویو میتودونو په اساس د ښاري ماسټر پلان انکشاف  

 ۳- د ښار او کور جوړونې وزارت لپاره د معیاري او موډرنو ښاري پلانونو او میکانیزمونو انکشاف.  

۴-  د ښار جوړونې د قانون ترتیب چې د ۲۰۱۷ کال په اګست کې کابینې منظور کړ.  

۵- د ښار جوړونې وزارت د تخنیکي او تحقیاتي ریاست په چوکاټ کې د ۳ زره دولتي کارمندانو لپاره د ۶۰ تخنیکي او ټریننګ کورسونو برابرول.  

۶- د دریم ښاري ملي کنفرانس مدیریت.

 د هېواد د ابادۍ لپاره له دغو ټولو هلو ځلو د پاسه ښاغلی احمد ذکي سرفراز د ولسمشر د ۱۴۴ ګڼه فرمان په اساس په ۱۳۹۷/۱۱/۱۷  د کابل د ښاروال په توګه وټاکل شو.