د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:33 ق-ظ
لمر راختل 5:57 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:20 ب-ظ
د ماښام آذان 6:08 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:30 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.5828 افغانی
1 یورو 82.4500 افغانی
1 درهم 18.8686 افغانی
1 تومان 0.0169 افغانی
1 کلدار 0.6361 افغانی
1 هندی 1.0650 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په مالي او اداري چاروکې د مرستیال ښاروال ژوندلیک او کړنې

انجنیر احمد شعیب رحیم د انجنیر عبدالرحیم«سیدجان» زوی په ۱۳۶۳لمریزکال کې د بدخشان په ښکلي ولایت کې په يوي روڼ اندي کورني کې نړي ته سترګي وغړولي، لومړني او منځني زدکړي يي د کډوالي په مهال په ګاونډیو هیوادونو کې سرته ورسولي. ښاغلي شعیب رحیم د لسانس دوري زدکړو پرمهال د مالیزیا پوهنتون د انګلیسي مناظری انجمن ريس وو،  او د لسانس سند يې د بريښنایې انجنیري په برخه کې د مالیزیا هیواد«مالتي مدیا» پوهنتون څخه ترلاسه کړ، وروسته د فولبرایت بورسي له لارې امریکا هیواد ته لاړ، او د ماستري سند یې د انجنیري مدیریت په برخه کې د «دوک» پوهنتون څخه چې د امریکا او نړۍ په کچه یو معتبر پوهنتون دي تر لاسه کړ.
ښاغلي شعیب رحیم ډیرکلونه د هیواد نه بهر او دننه په ملي او نړیوالو بنسټونو کې دنده ترسره کړی،او په خپلو کاري برخو کې ډیري لاسته راوړنې هم لري. د  ۱۳۸۷کال تلي میاشت کې د(  B.B.S Access  )  سازمان کې د تکنالوژي بازارموندني متخصص په توګه د سنګاپور هیواد د پانګونې او نویو پیرودونکو جذب په برخه کې د جنوب ختیزې او منځنۍ آسیا کې د انرژي بازارونو ته په کتو ډیري هڅي کړي.د ۱۳۹۰کال د غویي میاشت کې د انرژي شنونکي په توګه د (  Hickory Springs Manufacturing ) سازمان کې د شمالي امریکا( Conover )کارولاینا ښار کې په دنده وګمارل شو چې د لګښتونو او ګټو شنني ترڅنګ یې د فن آوریو کمپنیو د رسک او په لګښتونو کې د زیرمه کولو په برخه کې دنده ترسره کوله.
ورپسي کومه مینه یی چې د وطن سره درلوده بیرته وطن ته راوګرځید، او په ملي، نړیوالو دفترونو کې یې د مسول او ريس په توګه دنده ترسره کړي، همدارنګه نوموړي ډیره موده د افغانستان امریکايي پوهنتون کې د انګلیسي مناظري انجمن ريس اوښوونکي په توګه دنده ترسره کړي، ښاغلي رحیم د ۱۳۹۲کال د وري میاشت په ۳۱مه نیټه د ملی دفاع وزارت د مالي برخې ارشد سلاکار مرستیال په توګه، د۱۳۹۴کال د وږی میاشتي په ۲۳مه نیټه د ملي دفاع وزارت مقام د مالي برخې ارشد سلاکار په توګه،د ۱۳۹۴کال د تلي میاشتي په ۲۳مه نيټه د جمهوری ریاست مقام د ۱۴۴۴نمبر حکم له مخې د ملی دفاع وزارت د مالي ریاست مرستیال په توګه د ملکي کادر په حیث چې په نظامي برخه کې د برید جنرال معادل کیږي په دنده وګمارل شو، د نوموړي له لاسته راوړنو څخه د ۸۶٪بودیجي جذب، د معاشونو په وخت اجرا، زیاتول او امتیازي معاشونه د ملي اردو ټولو منسوبینو ته او په بودیجه کې د زیرمه کولو پخاطر یې د جمهوری ریاست تر ټولو غوره (د غازي میرمسجدي خان) مډال د ۲۵نمبر حکم له مخې چې د ۱۳۹۵/۹/۲نیټې سره سمون خوري د ولسمشر له لوري تر لاسه کړ، په دفاع وزارت کې له څوکلونو خدمت کولو څخه وروسته د اړتیا له په مخې د ۱۳۹۵کال د زمري میاشتي په ۴مه نیټه د جمهوري ریاست د ۲۹۳۶نمبرحکم پر بنسټ په مالي او اداري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال وټاکل شو چې په کم وخت کې یې وکولاي شول د کارکونکو معاشونه د بانک له لاري اجرا او د عوایدو لوړولو برخه کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.