د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:33 ق-ظ
لمر راختل 5:57 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:20 ب-ظ
د ماښام آذان 6:08 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:30 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.5828 افغانی
1 یورو 82.4500 افغانی
1 درهم 18.8686 افغانی
1 تومان 0.0169 افغانی
1 کلدار 0.6361 افغانی
1 هندی 1.0650 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښاري چاروکې د مرستیال ښاروال ژوندلیک او کړنې

پوهنیارمسیح الله محبوب په ۱۹۸۲میلادي کال کې د کابل ولایت په یوی ړون اندې او متدینې کورني کې نړۍ ته سترګې وغړولي، لومړني او منځني زدکړي یې په کابل او د لیسې دوره يې د کډوالي په مهال ګاونډي هیوادونو کې بشپړي کړي.
ښاغلي محبوب د لسانس دوري زدکړي د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي کې د سیول انجنیري په برخه کې په عالي او کادري نمرو بشپړي کړي. وروسته په یاد پوهنځي کې د استاد په توګه وګمارل شو. نوموړي د بورسې له لاري امریکا ته لاړه او د ماستري سند یې د چاپیریال ساتنې انجنیري په برخه کې د ؛اوهایو؛ پوهنتون څخه چې د امریکا متحده ایالاتو له مهمو پوهنتونو څخه ګڼل کیږي په عالي درجه ترلاسه کړ. هغه اثر یې چې د تحصیلي دوري پرمهال لیکلي وو، اوس مهال د اوهایو ایالت ترانسپورتیشن دیپارتمنت کې د تخنیکې لارښود په توګه ترې ګته اخستل کیږي.
ښاغلي محبوب ډیرکلونه په ملي او نړیوالو بنسټونو کې په هیواد دننه دنده ترسره کړي، او په خپله کاري برخه کې ډیري لاسته راوړني هم لري. په ۱۳۸۷کال د وري په میاشت کې رسمآ کابل پوهنتون انجنیري پوهنځي کې د استاد په توګه په دنده وګمارل شو،او په همدې کال د افغانستان ملی نظامي اکاډمي کې چې اوس مهال د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي اکاډمي یادیږي او د امریکا نظامی پوهنتون ویسټ پواینټ کې د اکاډمیک نوامیت پروګرام کې ګډون وکړ او په دي پروګرام کې د اکاډمیک غړي په توګه په ملي نظامي اکاډمي کې د انجنیري پوهنځي رامنځته کړ او په لومړي ځل یې د چاپیریال ساتني انجنیري مضمون په انجنیري پوهنځي کې چمتو او شاوخوا یو نیم کال یې د ملي نظامي اکاډمي په انجنیري دیپارتمنت کې تدریس وکړ، او په دي موده کې په اکاډمیکو لارښودونو سره په دي وتوانید چې د افغانستان تدریسي سیستم په اړه مقاله ولیکي چې د امریکا په یوه معتبره ژورنال کې د څیړنیز اثر په توګه ومنل شوه. ښاغلي محبوب د رسمي دندو تر څنګ له وخت څخه وروسته په شخصي پوهنتونونو کې شاوخوا دوه کاله په تخنیکې برخو کې تدریس وکړ.
 ښاغلی محبوب د( JICA )دفتر له لوري د ټولګټو او ترانسپورت وزارتونو کې د تخنیکی سلاکار په توګه دندې ترسره کړي.
په ۲۰۱۱میلادي کال کې د تحصیلي دوری له بشپړولو وروسته په پوهنتون کې د تدریس ترڅنګ د افغانانو لپاره څیړنیزي او پرمختیایی موسسې سره د مرستیال په توګه په مدیریتي او پرمختیایي برخو کې ۵کاله دنده ترسره کړي،ښاغلي محبوب د ادارې او مدیریت په برخو کې د عالي زدکړو ترڅنګ په تایلند،دوبی، او ترکېي هیوادونو کې مسلکي ښووني ترلاسه کړي. په اکاډمیکه برخه کې له څو کلونو دندې ترسره کولو وروسته د اړتیا له مخ د ۱۳۹۵کال د غبرګولی میاشتي په ۱۶مه نیټه د جمهوري ریاست عالي مقام په حکم په ښارې چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال وټاکل شو.