د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لوګر ټانګ او یا د سړک په اوږدو په اتمه ناحیه کې د لاسی پلورونکو لپاره د کابل ښاروال پیغام

د لوګر ټانک سړک په اوږدو او اتمي ناحیې اړوند اوسیدونکو د پام وړ!کابل ښاروالۍ د ګڼي ګوڼي مخنیوي او ښاریانو ته د ښاري آسانتیاوو برابرولو په موخه د ګڼي ګوڼي کمولو لړۍ څه موده وړاندې پیل کړي وه او په پام کې ده چې د کابل ښاروالۍ له لوري د لوګر ټانګ سړک دواړه غاړي د لاسی پلورونکو له شتون څخه پاکې شي،نو په دي اساس له ټولو لاسی پلورونکو،کپه لرونکو او غرفه لرونکو څخه چې یاد سړک په اوږدو یې ګڼه ګوڼه رامنځته کړي هیله کیږي چې نورو اړوندو سیمو او سرایونو ته لاړ شي، د لاسی پلورونکو،کپو او غیرقانوني غرفو د پاکولو لړي چې د تګ راتګ لاره یې بنده کړي سبا پیل کیږي او د لوګر ټانګ سړک د کابل ښاروالۍ له لوري تر پراختیا او بیا جوړوني د خلګو او وسایطو پرمخ خلاصیږي.