د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غفور ټولنیز بنسټ رضا کاره ځوانانو په تنظیفي حشر کې ګډون وکړ


د روان کال د لیندۍ میاشتي په ۲۲مه نیټه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې د غفور ټولنیز بنسټ رضاکاره ځوانانو په تنظیفي حشر کې ګډون وکړ.
د دي بنسټ د ځوانانو ټیم مشرې اغلي تهمینې غفور د دي تنظیفی حشر په لړ کې د ښاریانو ګډون او د ښاري کلتور ودي په اړه خبرې وکړي او وویل: د غفور ټولنیز بنسټ رضا کاره ځوانان به وروسته له دي د کابل ښاروالۍ ترڅنګ ولاړ وي، ترڅو له یوي خوا د ښار په پاکولو کې خپله ونډه واخلي او له بلي خوا د تنظیف ریاست زیارکښو کارکونکو سره مرسته وکړي، تر څو له دي لارې وکولاي شو یو پاک او ښکلي ښار ولرو.
دا په داسي حال کې ده چې د کابل ښاروالۍ تنظیف ریاست تل له درنو ښاریانو او مدني بنسټونو د ښار په پاکولو کې د مرستي غوښتنه کړي او د دوي له ونډي اخیستلو څخه هم منندوي دي.
د يادونې وړ ده چې د غفور ټولنیز بنسټ تیرکال هم د کابل ښاروالۍ ادارې سره د تنظیفي حشرونو په برخه کې مرسته ترسره کړي.