د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال پیغام

  • د رمضان مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د کابل ښاروال پيغام

    د کابل ښاروالۍ مشرتابه د رمضان برکتي مياشتې مبارکي د نړۍ ټولو مسلمانانو، ګرانو او دینداره هېوادوالو په ځانګړې توګه د پلازمېنې اوسېدونكو ته وايي. په دې هیله چې په دغه مبارکه میاشت کې زموږ طاعات او عبادات د الله تعالی په دبار کې قبول شي او له انساني ټولنې ټولې ناروغۍ او مصيبتونه لری شي، ترڅو له ټولو تشویشونو لرې ژوند ولرو. د رمضان مبارکه میاشت د سولې او امنیت ټينګښت او له کرونا

    ادامه ...
  • محمد داوود سلطانزوی د کابل ښاروال وټاکل شو

    د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د فرمان پر اساس، محمد داوود سلطانزوی په خارج رتبه بست کې، د کابل د ښاروال په توګه وټاکل شو. محمدداوود سلطانزوی د هیوادپېژندل شوې څېره ده چې د ملي شورا پنځلسمه دوره کې په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو د استازي په توګه او په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده. ادامه ...
  • د نوي کال په رارسېدو سره د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز پېغام

    د کابل ښار درنو او معززو ښاریانو! تاسو قدرمنو ښاریانو ته د نوروز او ۱۳۹۹ هـ ل کال د رارسېدو له امله د زړه له تله مبارکي وایم. پسرلی او نوی کال د لویو امېدونو او لوړو ګامونو سره زمونږ لورې ته د حرکت په حال کې دی او مونږ ته د نویو خوشحالیو د پیل زیری راکوي.مګر په ورته وخت کې مونږ په داسې حال کې د سپرلي لمانځنه کوو چې د کرونا ویروس د نورو هیوادونو په څېر زمونږ په هیواد کې هم د خپرېدو په حال کې دی.

    ادامه ...
  • د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل ښاروال پيغام

    د کابل ښاروالۍ مشرتابه د مارچ د اتمې چې د ښځو له نړیوالې ورځې سره سمه ده، د هېواد ټولو زیارکښو، هڅاندو، مفکرو او لوستو ښځو ته مبارکي وايي. ښځې د بشر د ټولنیز ژوند پر ټولو ډګرونو اعظمي اغېز لري او د ټولنې راتلونکي نسلونه روزي. ښځې زموږ د هېواد په تاریخ کې له ځانګړې احترام څخه برخمنې وې او د ټولنې په دیني، ټولنیزو او اخلاقي موازینو کې یې لوړ مقام درلودلی دی.

    ادامه ...
  • د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

    د اسلام او د افغانستان د حق جهاد د لارې د شهیدانو پر پاکې ارواح درود!
    زموږ په کلیز کې د سلواغې ۲۶مه له هېواده د یرغلګر او سره پوځ د ماتې او شړلو ۳۱مه کلیزه د ازادۍ د لارې زړورو او مجاهدو هېوادوالو، د شهیدانو وارثانو او باشهامته ملت ته د زړه له تله مبارکي وایم.
    اسلامي ارزښتونو او د دې خاورې زرین تاریخ ته درناوی او د هغه ساتنه زموږ هر یوه افغان وجیبه ده، چې هرکله درناوی ورته کوو.

    ادامه ...
  • د حضرت محمد مصطفی ( ص ) د میلاد په مناسبت د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د مبارکۍ پیغام

    نن ورځ د ټولو موجوداتو د فخر حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ ده . نن ورځ هغه چا نړۍ ته سترګې پرانیستلې چې د جهالت تورې تیارې ، ریا ، بې عدالتي او نورې بدبختیانې یې له راتللو سره له مینځه لاړې. د عدالت لمر وځلېد او وحدانیت برقرار شو. د کابل ښاروالۍ مشرتابه د نړۍ ټول امت مسلمه او په خاصه توګه د افغانستان مسلمان ملت ته د پیغمبر (ص) دزوکړې ورځې مبارکي وایي. ادامه ...
  • محرم الحرام د لسمې عاشوار په مناسبت د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز پيغام!

    د محرم لسمه د حسیني عاشورا او د اسلام د جلیل القدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د لمسي له شهادت سره سمون خوري.
    عاشورا؛ دغه تلپاتې حماسه د اسلام په ځلاند تاریخ کې لوړ او د پام وړ مقام لري.
    په دغه ورځ حضرت امام حسین (رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د کربلا په دښته کې د یزید له سر تر پښو وسله‌‌وال لښکر سره د مخامخ کېدو په ځای کې په شهادت ورسېد

    ادامه ...
  • د شهید د اونۍ په مناسبت د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز پيغام!

    بسم رب الشهداء و الصديقين
    «وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ» (آل‌عمران: ۱۶۹)
    د وږې ۱۸مه د هېواد د ملي قهرمان د شهادت له کلیزې او د شهید اونۍ له پيل سره سمه ده، د دې ورځې یادونه په واقعیت کې د هغو اتلولیو او سرښندنو په یاد راوړل دي، چې زموږ هېوادوالو د خپلو وینو پر بیه د خپل سپېڅلي حریم ساتنه کړې ده.

    ادامه ...
  • دهیواد‌خپلواکۍ‌دبیرته ترلاسه‌کولو د سلمې‌کلیزې په‌مناسبت دکابل‌ښاروال پیغام

    ګرانو ښاریانو! استقلال او خپلواکي له الهي نعمتونوڅخه شمیرل کیږي، هغه ملت چې شهادت لري، غلامي نلري. د افغانستان د خداې پاله او مومن ولس، زرین او ویاړلۍ تاریخ، په حقیقت‌کې استقلال غوښتنه او په خپلواکه توګه ژوندکول دي. زموږ خلک هیڅکله پرته له خداې او هیوادڅخه د بل شي په سوچ کې ندي او ددغه ښکلي ټاټوبي له خپواکۍ څخه د خپلو څاڅکو څاڅکو وینو په تویولوسره، ننګه او ساتنه کوي.

    ادامه ...
  • د شنو سیمو ودې په موخه د کابل ښاروال پیغام

    د کابل درنو ښاریانو څخه بلنه! کابل ښاروالۍ د شنو سیمو ودې او د سالم چاپيریال رامنځته کولو په موخه د ښار په اوږدو کې د لا ډیرو پارکونو رغولو پخاطر ستاسو د کابل درنو ښاریانو نقدي مرستو او پانګونو ته اړتیا لری. کابل ښاروالۍ د پارکونو رغولو، شنو سیمو ودې او کابل ښار کې د لا ښکلا په موخه د ښار په بیلا بیلو برخو کې د لا ډیرو معیاري پارکونو بیارغولو چاري پيل کوي،

    ادامه ...