د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال پیغام

  • په موقت ډول د سپرلۍ وړونکو وسایطو دتم ځاینو لیږد

    مسلمان وطنوالو! د یادولو وړده چې، دسرغړونو د مخ نیوي او دترافیکي قوانینوپه پام کې نیولوسره، هغه سپرلۍ وړونکي وسایط چې بې ځایه ودریږي، آن تر (۱۵۰۰) افغانیو پورې به جریمه شي. په همدې له ټولو ښاریانوڅخه په درنښت هیله کیږي چې ترافیکي قوانینوته درناوئ ولري او له ټاکل شویو تم ځاینوڅخه استفاده وکړي ترڅو د دوې وخت په ګڼه ګوڼې کې ضایع نشي.

    ادامه ...
  • د روژې د میاشتې په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

    گرانو هیوادوالو! د روژې د برکتناکې میاشتې په رارسیدو کابل ښاروال خپلو محترمو ښاریانو ته مبارکي وایي روژه د قرانکریم د نازلیدو میاشت او د اسلام اساسي رکن دی، چې د ټولې نړۍ مسلمانان یې هر کال په عبادتونو لمانځي.هیله لرم چې کابل ښاریان دا میاشت د عبادتونو ترڅنګ، بیوزلو سره په مرسته، ښاري حقونو ته په پام او د ټولنیزو ـ اخلاقي پولو په ساتنه کې ولمانځي. ادامه ...
  • د غویې میاشتې د اتمې نیټې، دافغانستان مسلمان ولس د برحقه جهاد دبریا په مناسبت دکابل ښاروال پیام

    ګرانو هیواد والو! د غویي میاشتې اتمې نیټې، د افغانستان خلکو د برحقه جهاد دبریا له امله خپلو ټولو هیوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. زموږ ګران هیواد افغانستان، دخپل تاریخ په اوږدوکې په وار وار د یو شمیر متجاوزو هیوادونو تر برید لاندې راغلئ، خو د دې تاریخي هیواد سرښندونکو او میړنیو بچیانو له مقاومت سره مخ شوي او د نړۍ تر ټولو ځواکمنو هیوادونو په وړاندې ودریدلي

    ادامه ...
  • د خپل ښار شنو سیمو رامنځته کولو کې برخه واخلئ

    درنو ښاریانو! کابل ښاروالۍ د ۱۲عمومي پارکونو رغولو ترڅنګ چې تیرکال یې د جوړولو چارې د دې ادارې له خوا پيل شوی وي، د شنو سیمو ودې او رامنځته کولو په موخه په پام کې لري، د کابل ښار بیلا بیلو سیمو کې نور معیاری پارکونه هم ورغوي. په همدې موخه دا اداره له خپلو شته مالي او تخنیکي امکاناتونه د ګټي اخیستنې ترڅنګ غواړي د شنو سیمو رامنځته کولو، ښاریانو ګډون او د ګډ کاري فرهنګ

    ادامه ...
  • د کابل سیند په هکله د کابل ښاروال پیغام

    درنو ښاریانو! لکه څنګه چې پوهیږي سیندونه د پاکوالي او روحي سکون نښې دي.نن ورځ چې کابل سیند کې اوبه راغلي او ناولتیا یې له ځان سره وړي نو راځي چې په سیند کې د ناولتیاوو له اچولو ډډه وکړو او د ښار ښکلا ته پاملرنه وکړو. کابل سیند چې پخوا د کابل له سترو ارزښت لرونکو طبیعي سرچینو څخه ګڼل کیده، په دي وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د اوبو له کموالي سره مخ دي،

    ادامه ...
  • د ۱۳۹۸ لمریز کال د رارسیدو په مناسبت دکابل ښاروال پيغام

    د کابل ښار ګرانو اوسیدونکو! د کابل ښاروالۍ مشر تابه پلاوۍ، د۱۳۹۸ لمریز کال د رارسیدو له امله، خپلو هیوادوالو په تیره کابل ښاریانو ته د زړه له کومې مبارکي وايي او هیله کوي چې نوئ کال، دتل پاتې سولې، له خوشحالیو ډک او له هر راز تاوترخوالي څخه پاک کال وي. زموږ په هیواد او د نوروز په حوزه کې د ورګډو نورو هیوادونو په منځ کې، نوروز یو له پخوانیو، تاریخي او با ارزښته جشنونو څخه شمیرل کیږي،

    ادامه ...
  • د نیالګیو ایښودلو کمپاین پيل په اړه د کابل ښاروال پيغام

    کابل درنو ښاریانو! لکه څنګه چې خبر یاست د نیالګیو ایښودلو وخت رارسیدلي ، او دا یو فرصت دي چې مونږ ټول د ښار په سمسورتیا کې ونډه واخلو. کابل ښاروالۍ د تل په څیر د ۱۳۹۸کال لپاره د نیالګیو ایښودلو ستر کمپاین پيل کړي چې تر یوي میاشتي به دوام ومومي.زه د کابل ښاروال په توګه له تاسو ټولو درنو ښاریانو څخه هیله کوم، ترڅو د یوه نیالګي په ایښودلو سره د ښار په سمسورتیا کې خپله ونډه واخلئ

    ادامه ...
  • د مارچ اتمه د ښځي نړیوالې ورځې په اړه د کابل ښاروال پیغام

    د مارچ اتمه نیټه د ښځي نړیوالې ورځې را رسیدو له امله خپل نیک تمنیات او مبارکې د هیواد ټولو ښځینو او په ځانګړي توګه کابل میشتو ښځینو ته وړاندې کوم. ښځي د ټولنې نیمي برخې په توګه د ژوندانه په ټولو برخو کې هر اړخیزه ونډه لري او د ټولنې راتلونکي نسل روزي. د هیواد د تاریخ په اوږدو کې ښځي له ځانګړي احترام څخه برخمني دي او د دیني، ټولنیزو او اخلاقي موازینې له اړخه ځانګړي ځاي لري.

    ادامه ...
  • واوره د الهي نعمتونو له ډلي او د اوبو له سترو سرچینو څخه ګڼل کیږي چې د بشر ژوند ممکن کوي

    درنو هیوادوالو! کابل ښاروال د ورستیو واورو اورښتونو له امله د بیلا بیلو عملیاتو په لړ کې د اوبو د ښه مدیریت او د یادو اوبو د جذب په خاطر، هڅه کړي ترڅو په ډیره کچه د اورښتونو اوبه له سړکونو څخه جذب کیدونکو سیمو ته ولیږدوي.د اورښتونو اوبو مدیریت د ښاروالیو له اساسي دندو څخه ګڼل کیږي، کابل ښاروال په همدې موخه د خپلو مالي او تخنیکي امکاناتو نه په ګټه اخیستنې سره ګڼ شمیر لښتې، ادامه ...
  • د وزیرآباد کانال په اړه د کابل ښاروالۍ سرپرست پیغام

    د کابل ښار د څلورمې او پنځلسمي ناحیو اوسیدونکو د پام وړ! په دیر درنښت د یادو ناحیو اوسیدونکو ته خبر ورکول کیږې چی د وزیر آباد کانال د جوړیدو چارې له دریم پروان څخه تر کورنیو چارو وزارت پورې د قره چای ودانیز شرکت له لوري په چتکتیا سره دوام لري چې د خلکو تګ راتګ په دي سیمه کې څه پیاده او وسایطو سره د کانال تر جوړیدو او کتارو ایښودلو پوری خطر لري

    ادامه ...