د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل سیند په هکله د کابل ښاروال پیغام

درنو ښاریانو! لکه څنګه چې پوهیږي سیندونه د پاکوالي او روحي سکون نښې دي.نن ورځ چې  کابل سیند کې اوبه راغلي او ناولتیا یې له ځان سره وړي نو راځي چې په سیند کې د ناولتیاوو له اچولو ډډه وکړو او د ښار ښکلا ته پاملرنه وکړو. کابل سیند چې پخوا د کابل له سترو ارزښت لرونکو طبیعي سرچینو څخه ګڼل کیده، په دي وروستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د اوبو له کموالي سره مخ دي، خو بیا هم هرکال د نوي کال پيل سره سم د هوا په تودیدو، واورو اوبه کیدواو پسرلني بارانونو وریدو له امله پکې اوبه راځي او سږکال هم د الله پاک په رحم ډيري واوري او بارانونه وریدلي، چې کابل سیند کې به اوبه ډیري وي. نو په دي خاطر له تاسو ټولو کابل درنو ښاریانو څخه هیله کیږي، چې په کابل سیند کې د ناولتیاوو له اچولو په کلکه ډډه وکړئ، ترڅو له یوي خوا د ښاري اوسیدونکي په توګه خپل مسولیت ترسره، او له بله خوا د سیند اوبه پاکي شي او د ښار په ښکلا کې ډیروالي راشي.