د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شهید د اونۍ په مناسبت د کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز پيغام!

 

بسم رب الشهداء و الصديقين

وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

د وږې ۱۸مه د هېواد د ملي قهرمان د شهادت له کلیزې او د شهید اونۍ له پيل سره سمه ده، د دې ورځې یادونه په واقعیت کې د هغو اتلولیو او سرښندنو په یاد راوړل دي، چې زموږ هېوادوالو د خپلو وینو پر بیه د خپل سپېڅلي حریم ساتنه کړې ده.

مسلمانو او شهید پرورو هېوادوالو!

شهادت د هغو ځواکمنو سنګر دی چې نورو ته د ایثار او سرښندنې درس ډالۍ کوي، ترڅو د حق او حقیقت، صداقت او رښتینولۍ، نېکۍ او غوره کړنو ډګر لا کلک او ټينګ کړي. 

د اسلام سپېڅلي دین شهات او هغه چا ته چې د حق او حقیقت په لاره کې سرښندنه کوي، لوړې مرتبې ټاکلې دی. شهید مري، ترڅو نورو ته ژوند ورکړي. شهید د حقیقت او حقانیت د پایدارۍ لپاره سر په لاره کې ږدي، ترڅو ټولو ته درس ورکړي، چې پر هغه لاره ولاړ شي او وکولی شي چې د حقیقت ونه پياوړې او مېوه لرونکې کړي، ترڅو دغه ونه تل زرغونه او تلپاتې وي او هرکله پسرلی وي!

د کابل ښاروالۍ مشرتابه او منسوبین د شهید د اونۍ، چې د دې خاورې د اتلو او ازادي غوښتونکو بچیو د سرښندنو او اتلولیو یادونه ګڼل کېږي، درنښت کوي او د لاشریک او لایزال الله له درباره د دې خاورې شهیدانو ته فردوس جنت غواړي او دعا کوي چې د شهیدانو د لوړ مقام په برکت زموږ هېواد ته دایمي سوله او ارامي راولي.