په پنځلسمه ناحیه کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ د هوايي ډګر د لودیځ سړک د نښلوونکي پله کار، چې د سلطان محمود غزنوي او عبدالقادر بېدل اصلي سړکونه سره نښلوي، بشپړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. دغه پل مخکې په ابتدايي بڼه په پنځه متره سور پر وزیرآباد کانال جوړ شوی و، چې تل د ترافیکو د بندېدو لامل کېده او په وروستیو کې کابل ښاروالۍ د وزیرآباد کانال د کار په پرمختګ د دغه پله سور په اساسي ډول تر ۱۲ متره پراخ کړ او یو متر پلې لار یې هم په پام کې ورته نیولې، ترڅو د وسایطو او د پلو کسانو د تګ راتګ ستونزې حل شي. له دغه پله څخه ګټې اخیستنې د ترافیکو د جریان پر تنظیم او د اړوندو ساحو پر تړښت سربېره ځايي اوسېدونکو او ګاونډیو ساحو ته د چاپېریال ساتنې زیاتې اسانتیاوې چمتو کړې دي.
د هوايي ډګر د لودیځ سړک د نښلوونکي پله کار بشپړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو
15 میزان 1398