د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د ځمکې د سطحې اوبو د مدیریت لپاره د یوې ویالې د جوړېدو کار پيل شو

29 میزان 1398

د هبیتات دفتر په همکارۍ د کابل ښاروالۍ له تشویقي پروژو څخه د لسمې ناحیې په ۲۱ام ګذر کې د ځمکې د سطحې اوبو د مدیریت په موخه د ۱۲۶۴ متره په اوږدوالي او ۱.۵ او ۱.۲ متره سورورې ویالې د جوړېدو کار د ځايي اوسېدونکو په حضور د اړوندې ناحیې رییس عبدالستار الکوزي له خوا د پټۍ په پرې کولو پيل شو، چې ټاکل شوې ده دغه پروژه د روان کال د ژمي موسم له رارسېدو مخکې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.