د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د پروژې د دویم بلاک تفریحي پارک افتتاح او ګټې اخیستنې ته چمتو شو

28 عقرب 1398

په دولسمه ناحیه کې د احمدشاه بابا مېنې د پروژې د دویم بلاک تفریحي بشپړ شو او د دوشنبه په ورځ د روان کال د عقرب په ۲۷مه د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال په وسیله د پټۍ په پرې کولو او د کابل ښاروالۍ د پراختیايي پروګرام رییس عبدالقدیر ساحل، د دولسمې ناحیې رییس زمري کوچي، شیرشاه امیری د سمسورتیا ریس د سیمې اوسېدونکو او مشرانو په ګډون افتتاح او ګټې اخیستنې ته چمتو شو. په دغو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مالي اداري مرستیال په دغه ساحه د پارک په جوړېدو د خوښۍ تر څنګ د پارک د ساتنې په برخه د سیمې اوسېدونکو ته وویل: د دغه پارک اصلي خاوندان د سیمې اوسېدونکي دي، باید د خپل پارک ساتلو ته پاملرنه وکړي، ځکه کابل ښاروالي د خلکو له همکارۍ پرته په یوازې ځان د زرغونو ساحو د پراختیا او ساتنه نه شي کولی. دغه پارک په روان کال کې په شپږ هکتار مساحت تر ۷۳ میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت د کابل ښاروالۍ له پراختیايي پروګرام څخه په معیاري او مډرن ډول جوړ شو؛ چې احاطه، د پلو لارو پوښل، څاه کیندل، د اوبولو لپاره ذخیره، د ماشومانو لپاره د لوبو وسایل نصبول، عصري تشنابونه، روښنايي، چترۍ، چوکۍ، د ساتونکي کوټه، چمن، نیالګي او ګلونه اېښودل او د ښکلا لپاره ځړوبي پکې شامل دي او په جوړېدو به یې د دولسمې ناحیې اوسېدونکو ته چاپېریالي اسانتیاوې چمتو شي.