د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

جمهور رئیس غني: د خلکو جمعي قضاوت بېساری، تشخیص یې پرځای او زما لارنقشه ده

29 جدی 1398

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د ملي بحث په څلورمه ناسته کې د شپږمې، اوومې او دیارلسمې ناحیو اوسېدونکو نظریات، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

په سلامخانې ماڼۍ کې له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په نننۍ غونډه کې محمدامین غیرت د پوهنې او ځوانانو، مولوي عبدالرحمن د علمای کرامو، سیماګل جمالي د ښځو، انجنیر خوشحال یاري د ګذر وکیلانو، محمدعارف حیدري د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهوررئیس غني څخه له دې امله چې د ارګ دروازه یې د خلکو پرمخ پرانیستې او د ولسونو ستونزې مخامخ له دوی څخه اوري، مننه وکړه.

یادو ویناوالو، د ښاري ټرانسپورټ، فرعي سرکونو او کوڅو د پخولو، د څښاک اوبو، ناامنۍ، روغتیا، د کثافاتو ټولولو، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د زده کړو د کیفیت، د برېښنا، ژوند چاپیریال، د ښځو د ستونزو او حقونو، د شنې ساحې او پارکونو د نشتوالي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د سون توکو د بیو د لوړوالي، د شاه توت بندجوړولو، د نشه یي توکو د مخنیوي، د سرکونو او کوڅو د موانعود لیرې کولو، د جرایمو د مخنیوي او د جوماتونو د رسمي کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني دیادو ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د نورو ستونزو د حل ترڅنګ به د کابل امنیت کې سراسري بدلون او ملي پولیسو کې اساسي اصلاحات راشي. له ملي پولیسو څخه د خلکو وېره باید پر باور بدله او کابل مصئون شي، ځکه له دې پرته دا بشري او طبیعي پانګه ضایع کېږي.

جمهوررئیس د خلکو جمعي قضاوت بېساری او تشخیص یې پرځای وباله او وې ویل، ستاسو تشخیص زما لارنقشه ده، ستاسو وړاندیزونه او نظریات په پلان او برنامو بدلېږي، ستاسو له همکارۍ پرته د کابل د ناامنۍ او نورې ستونزې نه حلېږي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کابل د مسوولینو اقدامات کافي نه دي، دوی باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې شته ستونزې حل او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.

جمهوررئیس په پلاني ساحو د غیرپلاني ساحو بدلولو، مناسب چاپیریال رامنځته کولو او د استملاک برخه کې د ولسونو ملاتړ مهم وباله او وې ویل، په دې برخو کې د نظم او سیستم په رامنځته کولو سره به د کابل ښار عایدات لس برابره زیات شي.

جمهوررئیس غني وویل، له لمریزې برېښنا څخه د ګټه اخیستنې زمینه باید برابره شي او د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې په درې اونیو کې د برېښنا برخه کې شته، په ځانګړي ډول د بیلونو ستونزه په اساسي توګه حل او مدیریت کړي.

هغه زیاته کړه، د موبایل د لګښت په څېر باید هرڅوک د برېښنا په خپل لګښت پوه شي. د برېښنا په برخه کې دولتي مقاماتو ته پر نورو خلکو ترجیح ورکول د منلو نه ده. هغه زیاته کړه، د ښځو ستونزې فرهنګي او پېچلي اړخونه لري، د تشخیص او حل لپاره به یې له ښځو سره ځانګړې غونډه وشي.

محمداشرف غني د کابل ښار د پوهنې رئیس ته لارښوونه وکړه، چې که په څلورو اونیو کې د ښوونځیو په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره منظم پلان برابر نه کړي، نو ریاست به یې لغوه شي. هغه زیاته کړه، د نشه یي توکو پلورونکي هم د تروریستانو په څېر د خلکو وژونکي دي او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.

جمهوررئیس د کابل والي، ښاروال او امنیه قومندان ته له واټونو او کوڅو څخه د موانعو د لیرې کېدو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، کابل سیند مدیریت کېږي . شېردروزاه په ملي پارک بدلېږي او د کابل شنه ساحه کې اساسي بدلون راځي.

جمهوررئیس د غاصبانو د نوملړ خپرولو، ممنوع الخروج اعلانولو او څارنوالۍ ته په معرفي کولو کې د ولسونو ملاتړ او همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، په راتلونکو شپږو میاشتو کې باید کابل ښاریان په خپلو سیمو او ناحیو کې حداقل شپږ مهم پرمختګونه لمس کړي.